د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې دوه چاودنې، درې وژل شوي


دپاکستان په کراچۍ ښار کې دخالي په ورځ د متحده قومي مومنټ د یو انتخاباتي دفتر سره نېږدې په غبرګو چاودنوکې درې کسان وژل شوي او له ۲۰ زیات ژوبل شوي دي.

دپاکستاني طالبانو د غورځنګ ویاند احسان الله احسان وايي ددغو بریدونو ترشا ددوی ډله لاس لري.
دمتحده قومي مومنټ یو غړي حیدرعباس رضوي یو پاکستاني تلویزوني چینل ډان نیوز ته ویلي، دوی به له ترهګرو نه تښتي او نه به هم ورته سر ټیټوي ، بلکه دمئي یوولسمه نیټه به د اورپکو خلاف د متحده قومي مومنټ د بري ورځ وي.
په پاکستان کې له اپریل میاشتې راهیسې چې د انتخاباتو کمپاین پیل شوی، په بیلا بیلو بریدونو کې تراوسه له شپیتو زیات کسان وژل شوي دي.
دجمعې په ورځ دعوامي نیشنل پارټۍ یو امیدوار صادق زمان خټک او د هغه زوی هم په کراچۍ کې په یو برید کې وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG