د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې ویر، د اې این پي غړي له کوره نه شي وتلای




کراچۍ - د پاکستان په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند له خوا انتخاباتو ته ولاړ صادق زمان خټک او د هغه شپږ کالن زوی د وژل کېدو په غبرګون دا ګوند نن د شنبې پر ورځ په کراچۍ کې له خپلی خوا ویر لمانځي او تنظيمي هلې ځلې يې درولې دي.


پر صادق زمان خټک د کراچۍ په يوه جومات کې د جمعې تر لمانځه وروسته ډزې وشوې.

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان په کراچۍ کې د خپل ګوند د غړو وژنه غندلې او ويلي دي چې دوي به تره ګرو ته ميدان نه خوشې کوي او په انتخاباتو کې به ضرور برخه اخلي.

په کراچۍ کې د عوامي نيشنل ګوند يو مشر بشير جان پرون مشال راډيو ته وويل: ((هر ځای [ګواښونه] دي. خلک په موږ پسې دي، وژني مو. او بل خوا ته صوبايي حکومت دی چې ورباندې هیڅ اثر نه کوي. موږ ته امنیتي [سرتېري] نه راکوي.))

ده وویل حکومت د دوی امنیت نه شي ساتلی. دوی نه جلسې کولای شي، نه لاریونونه او نه هم له خلکو سره لیدای شي.

بشیر جان زیاته کړه: ((له کوره نه شو وتلای. جومات ته نه شو تللای.))

د صادق خان خټک وژنې پړه تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

تر دې مخکې هم د عوامي نیشنل ګوند غړي او کار کوونکي وژل شوي دي.

دې ګوند ته د پاکستان طالبانو ګواښ کړی دی چې انتخاباتي کیمپېن دې نه کوي که نه و به وژل شي.

عوامي نیشنل ګوند وايي، د ترهګرۍ پر وړاندې د دریځ له کبله، په تېرو پینځو کالونو کې د دوی د ګوند شا و خوا ۷۰۰ غړي وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG