د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: افغان و بهرنو سرتېرو او طالبانو تر منځ نښته



د کونړ ولایت چارواکي وايي، په وټه پور ولسوالۍ کې له نن سهاره راهیسې د افغان و ایتلافي سرتېرو او وسله والو تر منځ جګړه روانه ده.


د کونړ امنیه قوماندان عبدالحبیب سید خېل مشال راډیو ته ویلي، د نښتې پر وخت د وسله والو په یوه راکټي حمله کې درې ماشومان ژوبل شوي دي.

په دې اړه نور مالومات نه دي ورکړل شوي. بېګا ناوخته د همدې ولایت د اسمارو په ولسوالۍ کې د ملي اردو او وسله والو ترمنځ نښته شوې ده چې په کې درې وسله وال وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG