د لاسرسي ځای

تازه خبر

هندی بندي سربجیت سنګ په پاکستاني زندان کې ژوبل شو


د پاکستان دجيلونو یو چارواکی وايي، هغه هندي بندي چې د مرګ سزا ورته اورول شوې، هغه مهال سخت ژوبل شو چې د لاهور په يو جيل کې دننه پری حمله وشوه.
د جيلونو صوبايي مشر فاروق نظیر وویل، سربجیت سنګ باندی پرون په کوټ لک پت جیل کې دوو نورو قېديانو د خښتو او کاڼو ګوزارونه وکړل چې پکې نوموړی سخت ژوبل شو.
نظیر وویل چې هغه یې د علاج لپاره اسپتال ته استولی دی. سربجیت سنګ په لاهور او فیصل آباد ښارونو کې د ۱۹۹۰ م کال د بمي حملو په یوه لړۍ کې چې څوارلس کسان یې ووژل د لاس لرلو په تور ونیول شو او په ۱۹۹۱ (يو نويم )کال کې ورته د مرګ سزا واورول شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG