د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې ۸ تنه پاکستاني وسلوال ونیول شول






د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد ازادي راډیو ته وویل دا نیول شوي کسان د پنجوايي پر پاڅون کونکو د حملو لپاره کندهار ته راغلي وو.


ده څرګنده کړه چې په نیول شویو وسله والو مخالفانو کې د ډنډ او ژیړۍ ولسوالیو لپاره د طالبانو نومول شوي نظامي مسوولان هم شامل دي.

اخوا په پنجوايي ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو د کوکنارو د اړولو پر کمپاین حمله کړې او یو پولیس یې ټپیان کړی او د هغوی وسایلو ته یې هم اور ورته کړیدی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG