د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ:اېم کیو اېم د بمي برید پر ضد ویر لمانځي



ظفرکريمي

د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د سياسي ګوند ايم کيو ايم په ټاکنيز دفتر د حملې وروسته نن د شورو پر ورځ په دغه ښار کې وير نمانځل کيږي، چې له وجې د دغه ښار بازارونه او تعليمي ادارې بندې دي ـ د نهې په شپه په کراچۍ ښار کې بمي حمله شوې وه چې مرګ ژوبله يې اړولې ده.


پوليس وايي دغه چاودنه د شمالي کراچۍ بفرزن سيمه کې د نهې او چهارشنبې په منځنۍ شپه رامنځته شوې ده چې له امله يې ۲ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل شوي دي .

د سیمې د پوليس مشر عامر فاروقي د چاودنې روسته د پېښې په ځايې کې خبريالانو ته وويل چې چاويدونکي توکي په موټرسايکل کې اېښودل شوي ول.

د ايم کيو ايم ګوند مشر الطاف حسين د يادې پېښې وروسته د دغه ګوند د ټولو ټاکنيزو دفترونو د تړلو اعلان کړی دی. د دې ترڅنګ ياد ګوند نن په کراچۍ ښار کې د چادونو پر ضد وير نمانځي.

د ايم کيو ايم ګوند چارواکي وايي د دوی په دفترونو حملې په دې موخه ترسره کيږي چې له ټاکنيز کمپينه یې لرې وساتي. د ګوند رهنما او پخوانی وزير رضا هارون مشال راډیو ته وویل.

،،دا ډول حملې زموږ له انتخاباتي کمپينه د لرې کولو لپاره ترسره کيږي ، زموږ غړي او مشران وژل کيږي او داسې څوک نشته چې د دې مخه ونيسي. د روانې مياشتې په ۱۱ نيټه د سيند صوبې په حيدراباد ښار کې هم د وسله والو په ډزو د ايم کيو ايم انتخاباتي اميدوار فخر الاسلام وژل شوی و ، د هغه د وژنې پړه وسله والو طالبانو منلې وه.

ياده دې وي وسله والو طالبانو څو څو ځل په خپلو اعلاميو کې ويلي دي چې دوي به د ټاکنيز کمپين په مهال په ايم کيو ايم ،عوامي نېشنل ګوند او پيپلز پارټۍ بريدونه کوي.
XS
SM
MD
LG