د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ:دانتخاباتوپه ورځو کې چاودنې اندېښنې راپارولي




د باجوړ پرونۍ ځانمرګې حملې دسیمې خلک ویرولي او دوی انګیري چې دانتخاباتو د کمپاین ورځې دهمداسې نورو پېښو شاهدانې وي.

په باجوړ کې پرون دیوې زنانه ځانمرګې برید ګرې له خوا په برید کې څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي وو.

دباجوړ د مرکز خار یو وسیدونکی سلیم خان وايي خلک ډاریږي هسې نه چې وروستۍ نسبتا ارامه امنیتي وضع په پخوانۍ خرابې امنیتي وضعې باندې بدله شي.

په سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند یو امید وار ګل افضل خان وايي دبدامنۍ حالات د انتخاباتو مخ نیوی نه شي کولی او دوی ته حکومت سیکورټي ورکړې ده.

د جماعت اسلامي امیدوار هارون رشید وايي هغه ته د امنیتي ساتونکو ضرورت نشته ، دایې خپله سیمه ده او هرځای ته په ازاده تګ کولی شي.

د پاکستان مسلم لیګ ( ق ) امیدوار سید باچا وايي کمپاین ډیر په سسته توګه پرمخ روان دی، خلک د تیرې ورځې ځانمرګې حملې زیات خپه کړي دي.


دباجوړ نه د قومي اسمبلۍ لپاره ولاړې کاندیدې بادام زري څو ورځې وړاندې د حکومتي امنیتي ساتونکو د اخیستو نه انکار کړی و.

باجوړ د نورو قبایلي سیمو په پرتله ارامه سیمه ګڼل کیږي، خو د تیرې ورځې ځانمرګې حملې د خلکو اندېښنې بیا راپارولې دي. دباجوړ د ځانمرګې حملې مسوولیت چا قبول کړی نه دی.
XS
SM
MD
LG