د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایراني عسکرو افغان وګړي، هرات کې مظاهرې


د هرات ولایت سلګونه اوسیدونکو نن په دې ولایت کې د ایران د قونسلګرۍ په وړاندې مظاهرې وکړې.

دا مظاهرې چې د ایران د سرحدي پوځیانو له لوري د هرات د کوهسان ولسوالۍ د ۱۳ اوسیدونکو د وژلو پر ضد وشوې، ترسره کونکو یې د دې پیښې عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

د کوهسان د نهو اوسیدونکو مړي د دغو مظاهره چیانو له خوا د ایران د قونسلګرۍ ودانۍ ته نږدې ایښودل شوي ول.

مظاهره چیانو ټینګار درلود که چیرې افغان دولت او د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر دې موضوع ته پام ونه کړي او د هغوي غوښتنې په پام کې ونه نیسي د ایراني اتباعو په وړاندې په تاوتریخوالي به لاس پورې کړي.

له بلې خوا په ولسي جرګې کې د خلکو استازی ناهید فرید مشال ارډیو ته وویل چې دا موضوع به په ولسي جرګې کې هم یاده کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG