د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان و پاکستاني پوځي چارواکو لیده کاته



د افغانستان د پوځي عملياتو مشر يا ډي جي ايم په پنډۍ کې له خپل پاکستاني سیال سره ولېدل.


د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو د څانګې لخواجاري شوې خبرپاڼې ترمخه د افغان ملي اردو يوې ډلې د ډي جي ايم او افضل امان په مشرۍ کې نن د پاکستاني پوځي سر دفتر دوره وکړ.

دې دوران د پاکستاني پوځ د عملياتو مشر يا ډي جي ايم او مېجر جنرل اشفاق نديم سره ملاقات کې د پولو په صورتحال، مومند اېجنسۍ کې په پوله د چوکۍ جوړولو او د رابطو نظام ښه کولو په چارو خبرې وشوې.

دواړو غاړو په دې اتفاق وکړو چې د ښه تعلقاتو له پاره به د ملاقاتونو سلسله جاري ساتي چې خپلمنځي بدګماني لرې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG