د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبايلي سیمو کې د ګوزڼ کمپین



د پاکستان په قبايلې سيمو کې له ٥ کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پوليو د څاڅکو ورکولو مهم شروع شوی دی.


د ګوزڼ د مخنيوي د ادارې يو چارواکې ډاکټر امتياز علي شاه نن د ټليفون له لارې مشال راډيو ته ويلي چې د درې ورځنې مهم په دوران کې به خوا و شا لس لکه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکې ورکول کيږي.

نوموړي زياته کړې چې د دې کار لپاره ۲۶۰۰ ډلې جوړي کړل شوي دي چې اېف آر پېښور په ګډون به په قبايلي سيمو کې کور په کور ګرځي او له پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومانو ته به دغه څاڅکي ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG