د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د نوروز جشن لمانځل کېږي


په کابل کې د نوروز جشن
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:07 0:00

په کابل کې د نوروز جشن


د کابل ښار د کارته سخي په سیمه کې هم زرګونه کسانو د نوي کال جشن ولمانځلی او د سخي صیب د زیارت جنډه یې هسکه کړله. د دې جشن ګډونوال ډیر خوشحاله ښکاریدل او هیله یې ښودله، چې د نوي کال له را رسیدو سره به هېواد ته امن او کراري راشي.


که څه هم په دې مراسمو کې لوړ پوړو چارواکو ګډون نه وو کړی، خو د ولسمشر حامد کرزي د دویم مرستیال محمد کریم خلیلي پیغام ولوستل شو. چې په کې نوموړي ویلي په سږ کال کې به حکومت د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره جدي هڅې وکړي.

په دې پیغام کې د تیرو لسو کلونو سیاسي او اقتصادي پرمختګونو ته اشاره شوې، خو په کې راغلي، چې حکومت باید د سیاسي او امنیتي بدلون بریالیتوب ته ډیرې هڅې وکړي:


"سږ کال باید د دوامداره سولې د ټینګښت، ټولنیزعدالت او اقتصادي ودې لپاره جدي، نه ستړې کیدونکې او نوې هڅې وکړو.

هیله ده ټول په یووالي سره د نوي کال هرکلۍ وکړو او ۲۰۱۴ کال ته په نږدې کیدو وکولای شو د سیاسي واک انتقال په بریالیتوب سره ترسره کړو.

زموږ هیله دا ده، چې اقتصادي او امنیتي انتقال هم په بریالیتوب پای ته ورسوو."



عام خلک، چې د سخي صاحب د زیارت شاوخوا په میلو او خوشالیو بوخت وو، نوي کال ته ډیر هیله من ښکاریدل او له حکومته یې غوښتل چې روان اداري فساد پای ته ورسوي:

"1 - زما نوم مستري دی، غواړم چې نوي کال په خوشحالۍ تیر شي او انفجارات ونه شي، هیله من یم چې ارامي شي، کراري شي او ټول په سوله کې ژوند وکړو.

۲ - زما نوم نظام الدین دی، زما هیله او توقع له خلکو دغه ده چې اتفاق او یووالي ته مخه کړي، په شرعي نظام برابر شي، له دولته مو دا خواهش دی چې د ظلم او فساد مخه ونیسي، انشاالله ښه کال به وي."


د کارته سخي سربیره، پغمان، قرغه، باغ بالا، د مرنجان تپه، د کابل ژوبڼ او شهداصالحین هم هغه سیمې دي چې د کابل ښار زرګونه اوسیدونکو د نوي کال مراسم په کې ولمانځل.

افغان امنیتي ځواکونو په دې ورځ د کابل په ځانګړو ځایونو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي وو او ځینې سړکونه او کوڅې یې هم د ترافیکو پرمخ تړلې وې.

اسدالله “لودین”
XS
SM
MD
LG