د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټول ګوندیز کانفرنسونه به نتیجې ورکړي؟


په اسلام آباد کې د جمعیت العماء‌ اسلام په بلنه ټول ګوندیز کنفرانس. ۲۸ فبروري ۲۰۱۳م کال
په اسلام آباد کې د جمعیت العماء‌ اسلام په بلنه ټول ګوندیز کنفرانس. ۲۸ فبروري ۲۰۱۳م کال


احمد شاه اعظمي مشال راډيو


پراګ:- په اسلام اباد کې د جمیعت علما اسلام تر سیوري لاندې په قبایلي سیمو کې د امن پر ځای کولو او د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د پاکستان د ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو او د فاټا لویې جرګې د مشرانو تر منځ ټول ګوندیز کانفرنس وشو.


په دې کانفرنس کې مشران پر دې سلا شول چې د ترهګرۍ مسله يوې صوبې يا قوم ته نه ده ورپېښه بلکې دا د ټول هيواد ستونځه ده چې بايد مخه يې ونيول شي. بلخوا د کانفرنس په پای کې د ګډونوالو لخوا وړانديز ورکړل شو چې د سولې لپاره بايد له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې وکړل شي.

تر دې وړاندي په روانه مياشت کې دغه ډول کانفرنس د عوامي نېشنل ګوند لخوا هم رابلل شوی و. دا چې دغه ډول کانفرنسونه به د امن راوستو کې څه نتيجه ورکړي؟ په اسلام آباد کې د سيمه ايزو چارو کارپوه پروفېسر خادم حسېن وايي، يو خوا ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو د ترهګرۍ په اړه یو دريځ خپل کړی او بلخوا د دې کانفرنسونو په نتيجه کې تحريک طالبان پاکستان هم خبرو اترو ته رضا شوی دی.

((زما خيال دا دی چې په سياسي حواله باندې هم، په سماجي حواله باندې هم، په کلتوري حواله باندې هم او په اقتصادي حواله باندې هم هغه خلک او تنظيمونه چې په ترهګرۍ او انتهاګرۍ کې بوخت دي، پر هغوی باندې په دې څلورو پنځو حوالو پوره اثر غورځيږي))



دا چې تر دې کانفرنسونو وروسته به د حکومت يا سياسي ګوندونو او طالبانو تر منځ خبرې اترې څه پايلي ولري او کنه؟ په پېښور کې د امنيتي چارو کارپوه بريګيډير ريټايرډ سعد محمد خان خوشبينه نه دی او وايي، يو خوا د دواړو لوريو انډول نه دی برابر او بلخوا بيا د کانفرنسونو جوړونکې خپلې ګټې په پام کې نيسي.

((په عسکري لحاظ سره طالبان مضبوط او طاقتور دي خو زموږ دولت کمزوری دی او په شا روان دی. نو که د کمزوري پوزيشن نه مذاکرات کيږي، زما په خيال هغه څه ډول نتيجه خېز او کامياب نه وي. ځکه چې هغوی طاقتور دي او د طاقتور سړي شرايط سخت وي. نو اوس چې دا جمعيت علما اسلام او عوامي نېشنل پارټۍ کوم آل پارټيز کانفرنس را بللی دی، دا ټول سياست دی. د دې د کاميابۍ يا پېشرفت هيڅ اميد نشته))


د پاکستان د حکومت او د تحريک طالبان پاکستان لخوا څه موده وړاندي د سولې د خبرو اترو په اړه بيانونه خپاره شول چې دواړو لوريو ځينې شرايط څرګند کړي ول. دا چې ټول ګونديز کانفرنسونه به څومره وکولای شي چې دواړي غاړي پر نرمو شرايطو د خبرو اترو مېز ته کښېنوي؟

په پېښور کې د سياسي چارو کارپوه اېمل خټک وايي، د سولې خبرې اترې هغه وخت غوره نتيجه ورکولای شي چې دواړي غاړي له روادارۍ څخه کار واخلي او د منځ لاره خپله کړي.

((اساسي خبره دا ده چې آيا فريقېن دې تيار دي چې واقعي روغه جوړه غواړي او په داسي حالاتو کې چې د يوه او بل جايز مطالبات او جايزي خبرې مني او که نه هر يو سړی به پر ناجايزه خبره دريږي او وايي به چې دا زه چې څه وايم دا صحيح دي، زه چې په کومه طريقه د مسلې حل غواړم نو دا يې واحد حل دی. داسې نه شي کېدای. د دې لپاره په کار دا ده چې له پراخ زړه او روادارۍ نه کار واخستل شي او له يو بل سره په خبرو اترو کې د يو بل جايز مطالبات او جايزي خبرې پېش نظر وساتل شي))


په پاکستان کې د امن لپاره ټول ګونديزو غونډو په داسي حال کې زور اخستی چې د اوسني حکومت آخري ورځي دي او عام انتخابات را روان دي. په داسي وخت کې د دې ډول غونډو تر سره کول څه مانا لري؟ پرفېسر خادم حسېن وايي، له وسله والو طالبانو سره تر دې مخکې هم په حکومتي کچ خبرې اترې شوې دي خو اوس د راتلونکو انتخاباتو او له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وړاندې يو نتيجې ته د رسېدو لپاره دا ډول هلې ځلې تيزې شوې دي.

((د انتهاګر يا جهادي بشپړ جال چې عالمګير بشپړ جال دی، د هغوی چې کومې هڅې دي چې يا په پاکستان کې ټولټاکنې ودرول شي يا د ۲۰۱۴م نه پس يا د هغې نه مخکي داسي صورتحال جوړ کړل شي چې د رياست په ضد خپل وزن ثابت کړل شي. نو زما دا خيال دی چې څنګه له هغه غاړې نه دا يو مناسب وخت و، داسي له دې غاړې هم دا يو مناسب وخت دی. چې څنګه هغه نکته نظر جوړيږي او د هغوی نکته نظر او سټراټيجي او چلونه او داو پېچ پر مخ ځي نو داسي پکار ده چې دلته يې سياسي قيادت هم وکي او څنګه چې و))


په پاکستان کې په تيرو څو کلونو کې د ترهګرۍ په بېلا بيلو پيښو کې د څلوېښت زره خوا وشا کسان وژل شوي دي. د سياسي او امنيتي چارو کارپوهان په دې نظر دي چې ټوپک د مسلې حل نه دی بلکې د خبرو اترو له لارې په سيمه کې امن او کراري راوستل کېدای شي.
XS
SM
MD
LG