د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې ۲۶ زره کسان په زندانونو کې دي


کابل - د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په زندانونو کې د بندي کسانو پر زياتېدونکي شمېر اندېښنه ښودلې ده.


د دې وزارت د زندانونو د چارو د سمبالونې عمومي مشر، جنرل امير محمد جمشېد د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وويل دا مهال د هيواد په بېلابېلو بندي خانو کې ۲۶ زره بنديان پراته دي چې خوا او شا ۶۵۰ يې ښځې دي.

د نوموړي په وينا، په داسې حال کې چې دا شمېر لس کاله وړاندې يوازې ۲۰۰۰ کسان وو، د بنديانو د زياتېدو وجه د امنيتي ادارو ډېر فعاليت او غريبي ده.

جنرال جمشېد ويلي، د بنديانو شمېر دومره ډېر دی چې دوی ورته په ځينو ځايونو کې په کرايي کورونو کې زندانونه جوړ کړي.

د افغانستان په زندانونو کې د بنديانو د شمېر د زياتېدو خبره پر داسې مهال مخې ته راځي چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یوناما له بندیانو سره د خراب سلوک (بد برخورد) او د هغوی د ځورونو په اړه اندېښنه ښودلې وه او افغان حکومت ته یې د دې د مخنیوي په اړه سپارښتنې کړې وې.

افغان حکومت د پنجشنبې پر ورځ د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ په یوه غونډه کې د یوناما رپورټ ومانه او اړونده چارواکو ته یې هدایت ورکړ چې سپارښتنې دې عملي کړل شي.
XS
SM
MD
LG