د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د ناټو کنټینرې کراچۍ ته ورسېدې


چمن - د جمعې پر ورځ د بلوچستان له لارې له افغانستانه هلته د مېشتو ناټو ځواکونو د سامانونو د ایستلو لومړۍ قافله کراچۍ ته ورسېده.


د جمعې پر ورځ په کوټه کې د دې سامان وړلو په کاروان کې شامل يوه ډرېور مشال راډيو ته وويل چې قافله پر ۱۳ کانټينرونو مشتمله وه او د حفاظت له پاره ورسره د پاکستان ملېشه امنيتي ځواکونو ملګري ول.

په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو تر هغه وروسته له دې هيواده د پاکستان له لارې خپل پوځي او نورو سامانانونو ايستل پيل کړل چې افغان امنیتي ادارو ته د امنیتي ذمه واریو (مسوولیتونو) سپارلو بهیر پیل شوی دی.

د امريکا په مشرۍ ناټو ځواکونه په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت د پرځولو او بيا وروسته هلته د القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د جګړې له پاره ورغلي ول.

د جنورۍ په میاشت کې افغان ولسمشر حامد کرزي په واشنګټن ډي سي کې له خپل امریکايي سیال باراک اوباما سره د افغانستان راتلونکې په اړه مهمې خبرې وکړې.

په دې خبرو کې پرېکړه وشوه چې د ۲۰۱۳ز کال د پسرلي تر پایه به افغان ځواکونو ته د امنیت ټینګښت ټولې چارې وسپارل شي.

ټاکل شوې چې د ۲۰۱۴ز کال تر پایه له افغانستانه ټول بهرني جنګي پوځیان ووځي.

همدا مهال، په افغانستان کې په جګړه کې له ښکېلو وسله والو سره د سولې بهیر هلې ځلې هم روانې دي.
XS
SM
MD
LG