د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروسږ کال د نړۍ ۷۰ خبریالان وژل شوي




د خبریالانو د ژغورنې کمیټې ــــــ کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټس ـــــ په خپل تازه راپور کې لیکلي ـــــ په تیر کال کې په نړۍ کې ۷۰ خبریالان وژل شوي دي او او له دوه سوه دیرش ډیر په زندان کې اچول شوي دي.

په راپور کې ویل شوي تېرو لسو کالونو کې په پاکستان کې د ۱۹ خبریالانو د وژنې مقدمې لا تراو سه نه دي هوارې شوې. پاکستان په هغه هیوادونو کې پر لسم ځای راځي، چې خبریالان د قاتیلینو لخوا بې د سزا له ویرې وژل کیږي.

راپور لیکي ــ پاکستان ،صومالیه، او برازیل داسې هیوادونه دي چې د خبریالانو د وژنې شرح په کې تر ټولو ډیره ده. ددغه سره سم په ایتوپیا، ترکي ، ویټنام ، ایران او شام کې خبریالان په حکومت د تنقید په تور کې زندان ته اچول کیږي.

د خبریالانو اداره په خپل راپور کې لیکي ــــــ پاکستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره دریم خطرناک هیواد دی، چې په کال ۲۰۱۲ م کې اووه خبریالان وژل شوي دي. په دوی کې ۵ خبریالان په هدفي وژنو کې وژل شوي دي او په دې ۵ کې ۴ د بلوچستان سره تړاؤ لري.

د ادارې په وینا د تشدد او ویرې له کبله تیرکال شپږ پاکستاني خبریالانو په نورو هیوادونو کې پناه اخستې او داشمیره د کال ۲۰۱۱ په پرتله دوه چنده سېوا شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG