"له طالبانو سره خبرې نه دې په کار"
د سني اتحاد کونسل مشر صاحبزاده فضل کريم وايي، هیڅکله باید له طالبانو سره مذاکرات ونه شي. له مشال راډيو سره په خبرو کې هغه زياته کړه چې دې خلقو سره وړاندې هم په سوات کې خبرې او لوظنامې شوې وې او د هغې څه خاص نتيجې نه دي رامخ ته شوې او دا ځل هم کېدای شي، طالبان د مذاکراتو په ترڅ کې خپل ځان مضبوطول غواړي. د ده په خبره که طالبانو سره خبرې اترې کېږي نو دې جنګ کې د وژل شویو څلوېښت زره کسانو خون به د چا په غاړه وي. ر یاض موسی خېل ویډيو