دا وخت د افغانستان د سولې عالي شورا يو پلاوی پاکستان ته په سفر دی. دا سفر له هغه وروسته کيږي چې پرون(اتوار ورځ) د افغانستان د بهرنيوو چارو وزير په يو خبري کنفرنس کې وويل پاکستان بايد له دې وروسته د طالب بنديانو د خوشي کولو په لړ کې د سولي شورا سره مشوره وکړي چې طالبان بيرته د جګړې ليکو ته لاړ نه شي.
بشير ګواښ په دې اړه د افغانستان د سولې د عالي شورا له يو مشر غړي اسماعيل قاسميار سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د دې پلاوي د سفر مقصد څه دی؟