د پاکستان پخواني وزیر اعظم او د مسلم ليګ ن مشر ميا نواز شريف ویلي، ولس امن ته ليواله دی او بايد چې حکومت د طالبانو د خبرو اترو وړانديز سنجولې پاملرنه وکړي.
د نوموړې له قوله په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې پاکستاني اولس د جنګ جګړو او چاودنو نه تنګ شوی دي او غواړي چې وطن کې یې امن او قلاری وي.
د نوموړي په وینا د طالبانو لخوا د سولې د مذاکراتو وړانديز ښه خبره ده او بايد چې حکومت دا وړانديز په سنجيدګۍ سره واخلي.
د نواز شريف په خبره دوی نه شي کولی چې د امن مذاکراتو وروسته په هغې د عملدرامد لړ کې د حکومت ذمه واري واخلي، ځکه چې تيرو وختونو کې حکومت په خپلو وعدو عمل نه دی کړی.
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې طالبانو خپل يو پيغام کې د خبرو وړاندیز کړی وو چې په کې یې نواز شريف، مولانا فضل الرحمان او منور حسن د ضامن په توګه غوښتې وو.