د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د انتخاباتو خنډولو اندېښنې




عبدالحی کاکړ مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان د آئين له مخي بايد د می مياشت کې نوي انتخابات وشي، خو له تيرې څه مودې راهيسې حکومت، حزب اختلاف او څيړونکې انديښنه څرګندوي، چې ځينې قوتونه عام انتخابات ځنډول غواړي.

په دوه زره اتم کال کې د عامو انتخاباتو د کيدو وروسته په پاکستان د پوځي ولسمشر جنرال پرويز مشرف نهه کلنه واکمني پای ته ورسيده.

له دې وروسته د پيپلز ګوند په مشري د جوړ شوي حکومت هم اوس نږدې پنځه کاله په پوره کيدو دي چې دا به د هيواد په تاريخ کې لومړی حکومت وي چې خپل موده پوره کوي.
علامه طاهرالقادري
علامه طاهرالقادري

خو دې تاريخ جوړولو ته لا اوس هم شاوخوا يوه مياشت پاته ده او په دې دوران کې داسي انديښني راپورته شوي چې ځيني قوتونه تر وخت له مخه اسمبلۍ ماتول او انتخابات ځنډول غواړي.

پوښتنه داده چې دا هسې ګنګوسې دي او که نه دا خبرې واقعيت لري. هم دا پوښتنه مو د پاکستان له وتلي خبريال او څيړونکي نجم سيټی څخه وکړه.

( نه نه ، نا څرګنده صورتحال بلکل شته. دوې خبري دي. يوه دا ده په پاکستان کې هر څوک غواړي چې انتخابات دې وشي، خو ورسره ورسره له ټولو خلکو سره دا شک هم پيدا شوی دی چې هسې نه انتخابات و ځنډول شي. اوس حکومت هم وايي، د انتخاباتو د ځنډولو سازش کيږي، مخالفه ګوند مسلم ليګ ن هم دا خبره کوي. خو دوی دا خبره نه کوي چې دا سازش کوي څوک. او تجزيه کوونکي هم دا ډول انديښني ښکاره کوي.)

که حکومت دی، که حزب اختلاف او يا څيړونکي، ټول د هغو قوتونو نوم ډير په ډاګه نه اخلي چې د دوی په وينا انتخابات ځنډول غواړي نو پوښتنه داده چې دا غير جمهوري قوتونه کوم دي. د پاکستان يو خبريال او څيړونکی حامد مير دا په دوه ډولونه کې ويشي .


( غير جمهوري قوتونه هم هغه دي چې په پخوا کې هم جمهوريت ته زيان رسولی دی. په دې کې د پاکستان دننه او دباندي قوتونه دواړه شامل دي. بهرني قوتونه په پاکستان کې سياسي نه بلکه غير سياسي حکومت غواړي. که چرته سياسي حکومت وي نو کيدلی شي هغه د نړيوالو قوتونو مرسته و نه کړای شي. دا وخت په پاکستان کې چې کوم غير جمهوري قوتونه دي د هغو له نړيوال اسټېبلیشمنټ سره ګټې مشترکه دي . نو داوخت چې د جمهوريت خلاف چې مقامي قوتونه کوم سازش کوي په هغه کې دوی ته له د باندې هم ملاتړ ترلاسه دی.)


خو نجم سيټهی د غير جمهوري قوتونه دغه اصطلاح لږ نوره هم واضحه کوي . دی وايې د پاکستان اسټبلشمنټ اوځينې سياسي قوتونه غواړي انتخابات ونه شي او د څو کلونو لپاره يو نګران حکومت جوړ شي.

( په دې کې هيڅ شک نشته، زموږ استبلشمنټ غواړي چې په يوه طريقه نه طريقه انتخابات و ځنډول شي او د څو کلونو لپاره يو نګران حکومت جوړکړل شي. د دې حکومت له لارې صفايي او مشکلې فيصلې وکړي ځکه چې منتخب حکومت ګرانې پريکړې نه شي کولی. دې خبرو ته د طاهرالقادري له راتګ سره نور هم وزن ترلاسه شو. ځکه په دې نه پوهيږو چې دی له کومه ځايیه راغلی دی، ولې راغلی دی او ايجنډا يې څه ده. دلچسپه خبره دا هم ده چې نن اخبارونه له دې خبرو ډک دي چې له طاهرالقادري سره د عمران خان اتحاد شوی دی. طاهرالقادري په ښکاره ويلي دي چې انتخابي کميشن دې مات کړل شي او که په دې عمل کې انتخابات ځنډول کيږي هم، نو هيڅ خبره نه ده ، خو بلخوا عمران خان وايې، په انتخابي کميشن کې دې بدلون وشي، اقتدار دې منتقل کړل شي خو البته انتخابات دې نه ځنډيږي . او حال دا دی چې دواړه څنګ په څنګ هم سره ناست دي. طاهرالقادري له هيڅ يوه سياسي ګوند سره تعلق نه لري ، دی په کېنېډا کې ژوند کوي او د ډورن په ډول دلته راغلی نو ځکه خو ځيني خلک دا فکر کوي چې دده شاته د اسټبلشمنټ لاس دی.)

د پاکستان د دفاعي او سياسي چارو يوه بله کارپوه ډاکټر عائشه صديقه که څه هم له حامد مير او نجم سيټي سره اتفاق کوي خو وايې خپله په پارليمنټ کې ناست قوتونه هم د انتخاباتو په ځنډيدو کې خپله ګټه ويني.

(غير جمهوري قوتونه غواړي، چې د دوی د خوښې يو نګران حکومت جوړ شي، بلخوا هغه سياسي قوتونه چې له پارليمېنټه بهر دي، هغه د دننه راتلو لپاره دغه نظام استعمالول غواړي ، او هغه سياسی قوتونه چې په پارليمان کې ناست دي هغه بيا خپله موده اوږدول غواړي.)

خو زياتره کارپوهان دا نظر هم لري چې د تحريک انصاف او مولانا طاهرالقادري پرته د هيواد نور ټول سياسي ګوندونه لا تراوسه پورې د پاکستان د اسټېبلیشمېنټ له ادعا شوي سوچ سره اتفاق نه کوي چې دا دوی په خبره په پاکستان د جمهوريت غوښتنونکو لپاره يو ښه زيری دی.
XS
SM
MD
LG