د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم پوله: مشکوک ترهګر ونيول شول




بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال اباد:ـ د افغانستان د ننګرهار سرحدي پوليسو د تورخم پر پوله دوه تنه مشکوک ترهګر نیولي چې د دوی په خبره په جلال آباد کې یې د ترهګرۍ د ترسره کولو نیت درلو. په دوی کې یوه یې د ښځینه جامې په تن وې.

د افغانستان په ختيځ کې د لومړي سرحدي پوليسو مطبوعاتي مسوول ایدريس مومند وايي، چې د تورخم پر پوله يې يو ترهګر چې ښځينه جامې يې په تن وې نيولی او د هغه ملګری يې په سرحدي ولسوالۍ لالپوره کې نيولی دی.

نوموړی وايي:
« دوه تنه ورانکاري چې غوښتل يې په افغانستان کې ترورستي اعمال تر سره کړي، چې د هغې د جملې څخه يو تن ابراهيم د رستم زوی چې مومند ايجنسۍ استوګن دي، نوموړي غوښتل چې دښځو په جامو کې افغانستان ته داخل شي او بيا لالپوري ولسوالۍ ته د خپل همکار په واسطه چې نورنبي د ميانورجان زوی دی او د لالپوري ولسوالۍ د پارچاو استوګن دی، دغه د تورخم پر پوله ونیول شول. دوی غوښتل چې په افغانستان کې ترورستي کړنې تر سره کړي . دمګړۍ ترې پوښتنې روانې دي.»

ايدريس مومند زياتوي چې نيول شوي کسانو منلې چې د حقاني شبکې سره تړاو لري او غوښتل يې چې په جلال اباد کې تره ګر بريدونه تر سره کړي.

« دغه کسان د حقاني شبکې سره تړاو لري، د مخالفينو د يو تن سرګروپ چې عبدالولي نوميږي، د هغه د ګروپ کسان دي.او دلته چې چا ته راتلل دا مالومات هم شوي دي، خو نه غواړو چې هغه مالومات رسنيو ته فعلاٌ ورکړو ځکه چې قضيه تر انکشاف لاندې ده.»

دی زياتوي چې سرحدي پوليسو اوس په داسې تجهیزاتو سنبال دي چې د هره ډول تروريستي اعمالو مخه نیولای شي.
XS
SM
MD
LG