د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملالې د کوپړۍ اپرېشن کامیابه شو




د خیبر پښتونخوا د تعلیم مبارزه ملاله یوسفزۍ له دوو اپريشنونو نه وروسته د ښه کېدو په حال کې ده.
د برمنګهم د ملکې الیزابت روغتون ډاکټرانو پرون(اتوار ورځ) دواړه عملیات چې هدف یې د ۱۵ کلنې ملالې د سر او غوږ علاج و، بریالي وبلل.

دا د ملالې د کوپړۍ اخیستل شوی تصویر دی
دا د ملالې د کوپړۍ اخیستل شوی تصویر دی
د روغتون لخوا خپره شوې بيانيه زياتوي دغه دوو اپريشنونو تر پينځو ګنټو پورې وخت واخیستو او د هغې په علاج مامور ډاکټران د هغې له روغتیا پرمختګه ډير خوشاله دی.خبر پاڼه کی راغلي چې هغه اوس بيداره ده او روغتون له عملې او د خپلې کورنۍ له غړو سره یې خبرې هم کړې دي.

پینځلس کلنه ملاله يوسفزۍ د تير کال د اکتوبر په مياشت کي په سوات کي له خپله سکوله کور ته ستنېده چې وسله والو طالبانو په ډزو وويشتله.

ترهګرو هغه ځکه په نښه کړي وه چې هغې د جينکو د تعليمي پرمختګ خبره کوله او په ۲۰۰۹م کال کې یې په سوات کي د طالبانو د ظلمونو په اړه د بي بي سي اردو وېبپاڼې ته یې ډايري هم ليکله.
ملاله په نړیواله توګه د طالبانو د مخالفت یو څلی یا سیمبل وګرځېدله. وسله وال طالبان د ښځو د تعلیم او نورو حقونو ورکولو نه انکار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG