د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سینېټ د پاکې مقدمې بل منظور کړ


د پاکستان سينټ پرون د هغه بيل منظوري ورکړه چې ترمخې به يې امنيتي ځواکونه کولی شي ترهګرۍ کې د مشکوکو ککړو کسانو اواز او ويډيو ريکاډ کړي. دا به د اړونده کس خلاف عدالت کې د ګواهۍ لپاره کارول کيږي.
خو د چارواکو په وينا د دې قانون ترمخه به استخباراتي ادارې د دې کار لپاره لومړی د داخله وزير او عدالت څخه اجازت اخلي. د پاکستاني چارواکو په وينا ياد بيل به ترهګريزو پيښو کمولو کې مرسته وکړي. خو د بشري حقونو د خلکو د شخصي خبرو ريکاډواو او ويډيو جوړولو باندې تنقيد کړی. دا بيل تر دې مخکې د پاکستان قامي اسمبلۍ هم پاس کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG