د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان پېکېج،استاذان پر لوږه کېنستل




نیازموساخېل،کوټه

د بلوچستان په کوټه کې د بلوچستان پېکېج تر سیوري لاندې په کار ګمارل شویو استاذانو نهره (د نه خوړلو هړتال) پېل کړی دی او له حکومته یې غوښتنه کړې،چې د دوی نوکرۍ دې پخې (مستقیل) کړل شي.

د بلوچستان پېکېج یو اُستاذ نورالله بازیي مشال رېډیو ته ووېل:

٫٫موږ د کوټې پرېس کلب مخې ته یو احتجاجي کېمپ لګولی او د لوږې هړتال مو شروع کړی دی.په دې چې حکومت موږ ۳ کاله مخکې پر نوکریو ولګولو،مګر تر اوسه یې نوکرۍ را پخې کړې نه دي.د خپلې دغې غوښتنې د منلو لپاره موږ دغه هړتال ته مخه کړې ده٬٬

د محمد اسماعیل په نامه یو بل اُستاذ بیا وایي،چې د بلوچستان پېکېج ترشا لوېه موخه بلوچستان کې امن و امان وضع برابرول وو،مګر حالات خو پر خپل ځای هغه شان دي،حکومت د ده په وېنا،تر اوسه د دوي حالاتو ته هم پاملرنه نه ده کړې

٫٫بلوچستان پېکېج چې کله اعلان شو،نو لوېه موخه یې هم دا وه چې حکومت حالات برابر کړي او کوم وسله والو چې وسله راپورته کړې ده،هغوی پُخلا کړي. مګر ۳ کاله وشو،نه وسله وال پخلا شو،نه حالات سم شو او نه بیا زموږ نوکرې پخې شوې.اوس نو موږ په دې فکر کې یو چې زموږ راتلونکی به څه وي؟موږ خو له نورو نوکریو هم ووتلو.په پاکستان کې د نوکرۍ کولو چې کوم سرکاري حد ۳۳ کاله دی،زموږ یو شمېر ملګري تر دغه حد اوښتي دي.نو ځکه موږ له حکومته غوښتنه کوو چې زموږ پر ستونزې دې فکر وکړي او د هوارولو لپاره یې ګامونه واخلي٬٬

یو بل اُستاذ عبدالخالق خاطر بیا ووېل، چې د دوی احتجاج به د غوښتنو تر منلو پورې جاري وي

٫٫موږ چې کله احتجاج شروع کولی نو په کورونو کې مو دغه ژمنه تر شا پرې اېښې ده چې یا خو به بری راوړو او یا به احتجاج ته ادامه ورکوو.زموږ غوښتنې بې ځاېه او ناجایزې نه دي.بس دوې ستونزې او غوښتنې لرو.یو دا چې موږ دې پاخه کړل شي او بل دا چې په تېرو ۳ کلونو کې چې حکومت د نورو پخو کارکونکیو له پاره کوم مالي ګټې اعلان کړې دي،هغه دې موږ ته هم را کړل شي٬٬

په دغه اړه د بلوچستان محکمې سیکرېټري او نورو چارواکیو سره په بیا بیا د تماس نیولو هڅه وشوه،مګر بریالي نه شو،خو یاده دې وي،د بلوچستان اوسني ختم کړل شوي حکومت کې د تعلیم وزیر، طاهر محمود په روانې جنورۍ میاشت کې د بلوچستان پېکېج اُستاذانو د دغو غوښتنو په اړه مشال رېډیو ته وېلي وو چې په جنورۍ میاشتې کې د دوي (استاذانو) لپاره زیری دی او هغه دا چې دوي به پخېږي،مګر استاذان بیا وایي،د جنورۍ میاشت هم ختمه شوه،خو حکومت تر اوسه له دوی سره کړې ژمنه نه ده پوره کړې.

یاده دې وي،د پاکستان مرکزي حکومت په کال ۲۰۱۰م کې د بلوچشتان پېکېج ترسیوري لاندې ۲۰ زره بې روزګاره او تعلیم یافته ځوانانو ته د نوکرۍ ورکولو اعلان کړی وو او په دغه لړ کې په لومړي سر کې یې ۵ زره ځوانان د آستاذ په هېڅ په کار ګمارلي وو او اوس هم دغو استاذانو د خپلو نوکریو د پخولو لپاره احتجاج شوروع کړ
XS
SM
MD
LG