د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین او د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر افراسیاب خټک ویلي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته به دوام ورکوي.
دوی تېره ورځ د پېښور په نشتر هال کې د وسله والو طالبانو په حمله کې وژل شوي سینییر وزیر بشیر احمد بلور څلوېښتمې په اړه غونډې ته وینا کوله.
افراسیاب خټک وویل، بشیر بلور ته د پاکستان په هره برخه کې شوې دوعاګانې ثابتوي چې وسله وال په خپلو مقاصدو کې ناکامه دي:
(( په تیرو څلویښتو ورځو کې د ښمنانو وکتل چې د پاکستان په ګټ ګټ کې ، په خاصه توګه د پښتونخوا په هرکلي او هره بانډه کې خلکو بشیر بلور یاد کړو ، د هغه په یاد یې ختمونه وکړل، غونډې یې جوړې کړې.له دې ثابتیږي چې دښمنان په خپل هوډ کې ناکامه شول. ))
غونډې ته د وینا پر وخت میا افتخار حسین وویل، د وسله والو حملې دوی له خپل مرامه نه شي په شا کولای او دا چې د باچا خان سپاهیان د وېرې پر ورځ نه دي پیدا.
(( ترهګرو چې هر څومره ظلم وکړو، هرڅومره یې زمونږ بچي شهیدان کړل، هرڅومره یې زمونږ بازارونه بې رونقه ( پیکه ) کړل، زمونږ خوایندې میاندې یې شهیدانې کړې، خو که څوک وايي چې مونږ به و ویریږو، د باچاخان سپایان د ویرې په ورځ نه دي پیدا . ))
بشیر بلور چې د عوامي نیشنل ګوند یو مهم مشر او د خیبر پښتونخوا مشر وزیر و، څو اونۍ وړاندې په پېښور کې د یوې ځانمرګې حملې په ترڅ کې ووژل شو.