د لاسرسي ځای

تازه خبر

بره دېر کې شري ۴۰ ماشومان وژلي




غلام غوث مشال ريډيو

پيښور: د خيبر پښتونخوا د بر دير په تل او کمراټ کې د شري او نیمونیا (سینه بغل) ناروغۍ وبایي بڼه اخیستې چې تر دې دمه یې څلويښت ماشومان وژلي دي او سيمي ته په هنګامي توګه د روغتيا سرکاري ټيمونه او د صحت د نړيوالې ادارې ټيمونه استول شوي دی. د صحت ادارې چارواکي وايي په سيمه کې د ماشومانو د ويکسينيشن او علاج عمل پيل شوی دی.

د تل بي ايچ يو د روغتيا يوه چارواکې اختر منير مشال ريډيو ته وويل، چې په تل او کمراټ کې له تيرو دريو اوینو راهیسې تر دي دمه تر څلوېښتو پورې د ماشومان مړه شوي دي چې د هغه د معلوماتو له مخې له شري ناروغۍ وژل شويدي-

په بر دير کې د صحت د نړيوالي اداري او د بر دير ضلعي د صحت چارواکو مشال ريډيو ته وويل چې سيمي ته په هنګامي توګه د روغتيا ټيمونه استول شوي دي او په سيمه کې د ماشومانو د صحت لپاره نور ګامونه هم پورته کړل شوي دي- په دي لړ کې د بر دير د صحت د محکمي د مرکزي دفتر يو چارواکې ډاکټر نذر محمد مشال ريډيو ته وويل((موږ ته چې د سيمي نه کوم راپورونه راغلي دي نو هغوی وايي دا شری دی. خو تېره اونۍ چې د صحت د نړيوالې ادارې کوم ټيم تللی وو او زموږ کسان هم ورسره ول نو هغوی ويل چې دا په ظاهره شري نه ښکاري او په متاثره ماشومانو کې د نمونيا علامات دی، نو د هغي لپاره د روغتيا د ضلعي افسر په مشرۍ کې زموږ ټيم نن هم تللی دی، چې ورسره د ماشومانو د مرضونو ماهران او د روغتيا نور کارکوونکې هم تللي دي او وېکسين لګوونکې ورسره هم دي او که ضرورت وي نو ويکسينيشن به هم کوي))-

له مشال ريډيو سره په خبرو کې ډاکټر نذر محمد او د صحت نړيوالي اداريWHO چارواکو زياته کړه چې د متاثره شويو ماشومانو د ويني نمونې یې د اسلام آباد اين آی ايچ ليبارټرۍ ته د ازموینې (ټيسټ) لپاره ليږدولې دي چې معلومه کړي دا ماشومان د شري له وجي يا د یوې بلې بيمارۍ له وجي مړه شوي دي -

XS
SM
MD
LG