د لاسرسي ځای

تازه خبر

دعدم تشدد فلسفه تر پخوا اوس ښه وده کولی شي


باچاخان د مهاتما ګاندي سره
باچاخان د مهاتما ګاندي سره

مجید بابر

د ۱۸۹۰م کال هغه ورځ واقعي تاريخي وه کله چی د چارسدې په اتمانزو سيمه کې د بهرام خان په کور کی عبدالغفار خان وزيږيدو ، دغه عبدالغفار خان چي بيا د خپلو سياسي او ټولنيزو هلو ځلو له امله د باچاخان او د خپلی عدم تشدد د نظريې رامنځته کولو له وجي د سرحدی ګاندي په نوم هم مشهور شو.


د ۱۹۸۸م کال د جنورۍ په ۲۰مه نيټه يې ددي فانی دنيا نه سترګی پټې کړې، نن د نوموړي پنځه ویشتم تلین دی، خو پوښتنه دا ده چي ايا اوس چې په پاکستان او افغانستان کي زياتره پښتون میشته سيمی تشدد او جنګونو په خپله ولقه کی اخستي دي، د باچا خان د عدم تشدد نظريه د امن په راوستو کی څومره ګټه وره ثابتيدي شي.


موکالیکا بینرجي، د باچاخان په ژوند د کتاب لیکواله
موکالیکا بینرجي، د باچاخان په ژوند د کتاب لیکواله
د لند ن په آکسفورډ پوهنتون کي د ټولنيزو چارو استاذه او د باچا خان په خدايي خدمتګار تحريک باندي کتاب ليکونکې موکاليکا بينر جی ددي پوښتني په ځواب کی وايي:

(( په تاريخي توګه د باچا خان خداي خدمتګار تحريک دا ثابته کړي وه، خو چی کله موږ نن دهغي عدم تشدد د نظريي د نه کارولو په اړه سوچ کوو او دا ګڼو چي دغې نظريې پخوا ګټي لاس ته راوړي وي او اوس نه شي عملي کيدی ځکه چی حالات بدل شول، خو هغه وخت د سامراجي طاقتونو د موجوديت او په يورپ، افريقه، برصغير او افغانستان کي د جنګونو سره سره ، باچا خان کي دا وجدان او حوصله وه چي ويې ويل چي راځئ ددې تشدد نه څه مختلف کار وکړو، چی نه پکې د يو بل وژنه وي او نه تشدد، بلکه هغه نظريه دا وه چې څنګه خپل دښمن په خپل احتجاج کي را يو ځاي کړي.))

موکو ليکا بينر جي وايي چې اوس هم د عدم تشدد نظريه د امن په راوستو کي ډيره ګټوره ثابتيدی شي، خو پوښتنه دا راولاړيږي چې ايا ددغې نظريې پر مخ بوتلو لپاره هغه ټولينز او سياسي سوچ شته کوم چي پخوا موجود و ، ددې پوښتني په ځواب کی په پیښور کی د باچا خان ايجوکیشن ټرست يو مشر خادم حسین وايي.

(( د عدم تشدد نظريه چې د باچا خان او د هغه ملګرو په کومو بنيادونو پر مخ بوتللي وه نن د هغي د پر مخ بوتلو لپاره درې داسي توکی موجود دي چي دغه نظريه نه صرف پر مخ بيايي، بلکه په دغه نظريه کي د اضافې قوت هم لري، يو خو په ميډیا کی هغه خلک چي دې مفکوري سره تړلي دي او وخت په وخت ددې نظريې ذکر په خپلو راپورونو کې کوي، بل هغه خلک چی څيړني کوي او د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کي په مختلفو غونډو او پوهنتونونو کي څيړني کوي او مقالي وړاندي کوي و او بل هغه سياسي ګوندونه چي د عدم تشدد نظريه يط خپل بنيادي اساس ګرڅولی دی . ))


خو موکو ليکا بينر جي بیا وايي چي هغه سيا سي او ټولنیز قوتونه چی د باچا خان د فلسفې سره تړلي دي او غواړي چې د عدم تشدد نظريه خوره کړي نو د دې لپاره ضروري ده چې ولس سره په باقاعده بنيادونو اړيکې وساتل شي او لکه د باچا خان د هغوی په خوشالو او غم کې شريک شي.
XS
SM
MD
LG