د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمیعت علما اسلام دګورنر واک خلاف احتجاج پيل کړ


په بلوچستان کې جمیعت علما اسلام ګوند د ګورنر واک خلاف تحریک پیل کړ
په بلوچستان کې جمیعت علما اسلام ګوند د ګورنر واک خلاف تحریک پیل کړ
نیازموساخېل / کويټه

په بلوچستان کې جمعیت علما اسلام (ف) ګوند په صوبه کې د ګورنر واک نافذېدو خلاف نن د جنوري له ۲۰ مې نېټې څخه احتجاجي تحریک شروع کولو اعلان کړی دی.دا ا علان د یاد ګوند صوبایي مشر،مولانا محمد خان شیراني د خبري کنفرانس پر مهال وکړ.په دې اړه د جمیعت علما اسلام ګوند یو مرکزي مشر او سنيټر،حافظ حمدالله مشال راډیو سره د خبرو پر مهال نور تفصیلات ورکړل :

(( موږ د خپلو اتحادیانو سره په ګډه، احتجاجي تحریک شروع کړو.په دغه لړ کې نن په ټول بلوچستان کې په هره ضلع کې احتجاجي مظاهرې دي.وروسته د جنورۍ میاشتې پر ۲۵ نېټه به په ټوله صوبه کې کاربندېز وي او په درېیمه مرحله کې به د فبرورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټې د نه ګرځېدو (پهیه جام) هړتال وي او په دغه ورځ به ټوله صوبه کې لویې لارې تړل شوې وي او هر قسمه ګاډي او اور ګاډي به بندې وي .))

حافظ حمدالله زیاته کړه چې ناامنې په نورو صوبو کې هم شته،خو یوازې د بلوچستان حکومت ړنګ کړی شو.

(( که خبره دا وي چې بلوچستان حکومت د خلکو دځان او مال په خوندي کولو کې ناکامه شوی و،نو بیا پوښتنه راپورته کېږي چې په کراچۍ (سیند صوبه کې) په تېرو نږدې څو کلونو کې ۹ زره کسان وژل شوي دي.خېبر پښتونخوا کې څه حالات دي؟موږ دا نه وایو چې نورو صوبو کې دې هم ګورنر واک نافذ کړل شي،بلکه دا وایو چې له موږ سره ناانصافي شوې ده او ناامنې په نورو صوبو کې هم موجودیت لري . ))


که څه هم جمعیت علما اسلام د نورو اتحادي ګوندونو تر څنګ تحریک شروع کولو اعلان کړی دی،خو د راپورونو تر څنګ په ختم کړل شوي حکومت کې واکمن پیپلز ګوند،مسلم لیګ (ق) او عوامي نېشنل پارټۍ د خپلو ګوندونو له اړخه په مرکزي کچه له پریکړو وروسته په دغه احتجاج کې د برخې نه اخیستو پریکړه کړې ده او یواځي بي-اېن-پي عوامي ګوند به په یاد احتجاج کې له جمعیت علما اسلام سره ولاړ وي.

د جنورۍ میاشتې پر ۱۰مې نېټې په کوټه کې د خونړیو چاودنو په ترڅ کې په سلګونه کسان وژل شوي او ټپي شوي وو،چې پکې زیاتره وګړي له شیعه مسلک سره اړه لرونکي هزارګان وو او له هغو پېښو وروسته د وژل شویو کسانو له اړخه له خپلو مړیو سره د یوې اوږدمهالې ناستې په نتیجه کې د پاکستان وزیراعظم د بلوچستان حکومت ختم کړ .
XS
SM
MD
LG