د لاسرسي ځای

تازه خبر

مخ پر ځوړ پاکستانۍ روپۍ د آی اېم ایف مرسته غواړي




امريکايي ويب پاڼه بلوم برګ د پاکستان د موجوده اقتصادي حالت په اړه د ليکوال حارث انور يوه مقاله خپره کړي ده. ليکوال ليکې چې د راتلونکیو عامو انتخاباتو نه مخکې د پاکستان حکومت د دغه هيواد د اقتصاد سمولو په هڅو کې دی، دا مهال د دغه هيواد د زرمبادلې ذخيرې ډيرې په تيزۍ سره په کميدو دي او د روپۍ قدر په بې ساري توګه کم شوی دی. نو کېدای شي پاکستان د نړيوال مالياتي فنډ يا اي ايم ايف لخوا مالي مرستې ته ضرورت ولري.

ليکوال د پاکستان د پخواني وزير تجارت او د سټینډر ډ چارټرډ بينک يو موجوده چارواکې محمد زبير خان له خولې ليکې چې په تير کال کې روپۍ د ډالر په مقابله کې ۷ فيصد خپل قدر غورځولی دی او د زرمبادلې ذخيرې د ۱۹ فیصدي له کمښت سره څه د پاسه ۱۳ اربو ډالرو ته راغورځېدلی دی. نو اوس در امدي خرچو او تجارت تر مينځ د فرق لري کولو لپاره د آی ايم ايف مرستې ډيرې ضروري دي.

ليکوال په کراچۍ کې د نړيوال بېنک د يو پخواني کارکونکي او اقتصاد پوه صايم علي له خولې ليکي چې دا مهال د پاکستان روپۍ تر سخت فشار لاندې ده، او ستيټ بينک کې د روپۍ د قدر کميدو پر وړاندې دومره صلاحيت نشته چې دفاع يې وکړي.

مقاله د محمد زبېر خان له خولې زياتوي چې په پاکستان کې عام انتخابات د روان کال په مینځ کې کېدونکې دي، او دا به د دغه هيواد په سياسي تاریخ کی ړومبی ځل وي چې یو منتخب حکومت به د ووټ په ذريعه د اقتدار منتقلي وکړي. او په دې وخت کې د ای ايم ايف لخوا قرضه او له هغې سره تړلي سخت شرطونه به د پيپلز ګوند موجوده انتظاميي لپاره پوره کول په سياسي توګه ډير ګران کار وي.

ليکوال حارث انور ته اقتصاد پوه صايم علي وايي چې د انتخاباتو د پروژې پر مهال آی ايم ايف ته تګ به په سياسي توګه له خطره خالي ګام نه وي. خو تر څه حده پورې دوی کولی شي چې تر انتخاباتو مخکې ای ايم ايف نه د قرضو اخیستل وځنډوي، خو دا ده چې بيا به راتلونکې حکومت د دغو فيصلو تر ټول بوج لاندې وي.

ليکوال ليکی چې د د تير کال د ډسمبر په ۱۹مه نيټه په اسلام آباد کې دپاکستان د خزاني وزير مملکت سليم مانډيواله خبر يالانو ته ويلي وو چې پاکستان دا مهال د اقتصادي ټکانونو تر مينځ د وقفي لپاره ای آیم ایف نه د ممکنه قرضو اخیستو جايزه اخلي.

هغه ویلی ول چې موږ له ای ايم ايف سره خبرې کوو خو لا فیصله مو نه ده کړي.

ليکوال حارث انور ليکي چې د نړۍ په اقتصادي پرمختګ د فشار، د اقتصادي طاقت د توازن ښکته پورته کېدل او افغان پولې سره نزدې ياغيتوب د پاکستان اقتصاد سخت ځپلي دي.

XS
SM
MD
LG