د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر حامد کرزی واشنګټن ته روان شو


افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی




د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي نن مخکې له دې، چې افغان پلاوی له کابله وخوځیږي، مشال راډیو ته وویل:

"د افغانستان لپاره یوه اساسي مساله د افغان ځواکونو تجهیز او تقویه ده.

د افغانستان د سولې بهیر، د امنیتي مسئولیتونو انتقال، د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون ټوله د مذاکرو اساسي محورونه جوړوي."

ښاغلي فیضي وويل، په دې سفر کې له ولسمشر کرزي سره د دفاع ، د بهرنیو چارو او مالیې وزیران، د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني او د امنیتي مسئولیتونو د انتقال د کمیسیون رئیس اشرف غني احمدزی ملتیا کوي.

د کرزي پر سفر د رسنیو لیکنې

امریکايي او نورو لویدیځو مطبوعاتو واشنګټن ته د افغان ولسمشر د سفر په اړه بیلا بیلې مقالې او تحلیلي مطالب خپاره کړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، ولسمشر کرزی به په واشنګټن کې له امریکايي مقاماتو سره په کتنو کې هغه شکایتونه بیا راپور ته کړي؛ چې نوموړي له دې وړاندې په وار وار په خپلو څرګندونو کې کړي دي.

افغان ولسمشر متحده ایالات تورن کړی، چې په افغانستان کې يې د درغلۍ یا فساد زمینه برابره کړې او امریکا په دوامداره توګه د افغانستان د ملي حاکیمت سرغړونه کوي.

د افغان ولسمشر د دفتر رییس عبد الکریم خورم واشنګټن پوسټ ته ویلي؛ حامد کرزي د دې لپاره په ښکاره پر امریکا انتقادونه کړي؛ چې له امریکايي چارواکو سره په شخصي او رسمي غونډو کې په هغو مسالو کې پرمختګ نه دی شوی چې د افغان حکومت لپاره خورا اهمیت لري.

واشنګټن پوسټ د ولسمشر کرزي د ویاند ایمل فیضي په حواله لیکلي؛ افغان جمهور رییس به له متحده ایالاتو وغواړي؛ چې هغو جنګ سالارانو سره قرادادونه ونه کړي؛ چې د افغان حکومت په وینا له دې پیسو څخه د خپلو اهدافو لپاره ګټه اخلي.

ولسمشر کرزی دغه راز غواړي چې امریکا ورته د هوايي ځواک د جوړولو لپاره عصري الوتکې او نور جنګي تجهیزات ورکړي.

خو د مقالې لیکونکی وايي، افغان ولسمشر به ښايي له ځنیو هغو غوښتنو تیر شي؛ چې د امریکايي مقاماتو په نظر عملي نه دي.

په دغو غوښتنو کې یوه هم د هغو قراردادونو لیست دی؛ چې متحده ایالاتو هغو افغانانو ته ورکړي؛ چې د ولسمشر کرزي له حکومت سره نزدې اړیکې لري.

متحده ایالت بیا له له خپل لوري د افغانستان له ولسمشره یوشمیر غوښتنې لري.

سپینه ماڼۍ وايي، له ولسمشر کرزي سره به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتوالي د څرنګوالي او اندازې په اړه خبرې وشي.

په افغان دولتي ادارو کې د موجوده پراخ فساد مخنیوی او په حکومتي چارو کې د شفافیت رامنځته کول هم هغه غوښتنې دي؛ چې د امریکايي مقاماتو په وینا ولسمشر اوباما به پرې ټنیګار وکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي:

افغان ولسمشر په داسې حال کې امریکا ته تللی چې ولسمشر اوباما له ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو د شمیر په اړه په مهمې پریکړې غورکوي.

د ورځپاڼې په وینا تر اوسه دا هم نه ده روښانه چې ولسمشر اوباما به له افغانستان څخه په څومره وخت او تیزۍ سره د امریکايي ځواکونو د ویستلو پلان عملي کړي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، یوه بله مهمه مساله دا ده، چې ولسمشر اوباما باید په دې اړه چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کیدل څه بڼه ولري؛ هم جدي غور وکړي او د امریکا خلکو ته په دې باب توضیحات ورکړي.

د لویدیځو خبري اژانسونو په وینا سپینه ماڼۍ په اوس وخت له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې له دریو زرو نیولې تر نهو زرو سرتیرو د ساتلو پر پلانونو غور کوي.

XS
SM
MD
LG