د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډيوې طلاق واخيست، خو قاضيان سزا کېدل غواړي




بازمحمد عابد مشال راډيو

خبريالې ډيوې د روانې میاشتې پر شپږمه نيټه د ننګرهار په محکمه کې له خپل نامزاده طلاق واخیست. او وايي، هغه قاضيان دې سخت سزا کړل شي، چې له دې يې د رشوت او يا هم نورې غوښتنې لرلې.

دا زیاتوي:

« کومو قاضيانو چې له ما پيسې غوښتې او يا هم نورې غوښتنې يې لرلې، زه غواړم چې هغوی محکمو ته کش کړل شي او هغوی ته جزا ورکول شي، چې په راتلونکي کې يو قاضي هم بیا دغسې جرات ونه کړي.»

ډيوه وايي، چې يوازې د ځان د حقونو په خاطر نه، بلکې د اداري او اخلاقي فساد په ضد يې غږ پورته کړی دی.

« زما هدف یوازې د خپلو حقوقونو تر لاسه کول نه وو، بلکې ما غوښت، دا نن چې زموږ په ادارو کې درغلي او فساد روان دی، دا ولې له منځه نه ځي، په هرځای کې په دې اړه کنفرانسونو کيږي، د مخنيوي خبرې پرې کيږي خو جدی اقدام پرې نه کيږي.ما په ښکار ثبوت سره ټولې نړۍ ته وښودل، خو تر اوسه پورې چا هم جدي اقدام نه دی کړی.»

د ډيوې د غوښتنو په وړاندې د ننګرهار د محاکمو ريس فضل هادي فاضل وايي، کوم قاضي چې له ډيوې څخه رشوت او يا کومه بله غوښتنه لرله هغه د افغانستان د سترې محکمې په امر له دندې ګوښه کړل شوی دی.

« د فساد په ارتباط سترې محکمې دا وکړل چې د ديرش، څلويښتو کلونو راهیسې قاضي یې له وظيفې ليرې کړ. په محکمه کې هغه موضوع څيړل کيږي چې څوک عارض موجود وي. ډيوې خور نه دلته ما ته عريضه راکړې او نه يې سترې محکمې ته. »

ډيوه چې اصلي نوم يې صحيفه ده، دوه کاله وړاندې يې له يوه ډاکټر سره کوژدن کړې وه او څو اونۍ وړاندې د ننګرهار په محاکمه کې یې له هغه څخه د طلاق غوښتونکي شوه چې د ظهور الدين په نامه يو تن قاضي ترې چې د ډيوې په وينا عمر يې تر شپيتوکلونو پورې رسيده، په اول سر کې د رشوت او بيا د واده کولو غوښتونکی شوی و، ډيوې د قاضي ظهورالدين غږ ريکارډ کړی و او بيا يې يوې نړيوالې راډيو ته ليږلی و.

کله چې د ډيوې قضيه د ميډيا له لارې خپره شوه، له دغې پيښې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی خبر شو او د پيښې د ژورې څيړنې سپارښتنه يې وکړه، چې سترې محکمې قاضي ظهورالدين له دندې ګوښه کړ او د روحاني په نوم يو بل تن قاضي چې په دغه پيښه کې تورن و، هغه يې د جزا په ډول نيمروز ولايت ته تبديل کړی دی.

XS
SM
MD
LG