د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو ۲۱ د لیویز تښتول شوې سرتیرې وژلې دي


نن د خيبر پښتنونخوا پيښور سيمي سره نزدې تښتول شویو ۲۱ لیوي ځواک سرتيرو مړي موندل شوي دي. دغه سرتيري د روانې میاشتې په ۲۷ نيټه تښتول شوی وو.

د پېښور نیمه قبایلي سیمو مرستیال پولیټیکل اېجنټ نويد اکبر ويلي دوی د ۲۱ امنيتي سرتېرو مړي چې په مرميو ويشتل شوی وو، له یوې شړي نه موندلي دی. د ده په وينا يو سرتيري ژوبل وو او درملني لپاره يې روغتون ته رسولي دی. دی زياتوي، په دې سرتېرو کې یو له وسله والو نه په تېښته کې بریالی شوی دی.

وسله والو د زیارت پر ورځ د پېښور په نیمه قبایلي سیمه کې پر درې امنیتي پوستونو بريدونه کړي وو او ۲۳ سرتيري يې نيولي وو.

يو بل چارواکې ګل شهزاد وايي چې طالبانو د پېښي پړه پر غاړه اخستي ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG