د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر پاک ایران ګېس پایپ لاین پروژه خبرې شوې"



رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد:- د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند معظم علي خان په وينا چې د پاکستان او ايران ګيس پائپ لائن په منصوبې د دواړو ملکونو تر مينځ خبرې اترې روانې دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې نوموړي وويل چې د پاکستان اقتصاد او د ګيس ضرورت پوره کولو لپاره دا يو ډيره مهمه پروژه ده.

،، د پاک ايران ګيس پائپ لائن منصوبې په اړه دواړه ملکونو په رابطه کې دي او پدي اړه د دواړو ملکونو له اړخه د اعلى سطحې چارواکو دورې هم شوي دي او پدي منصوبې خبرې اترې روانې دي او په دې به کله کار پيل کيږي، زه تاسو ته د دي حتمې نيټې په اړه نشم ويلې،،

د دي په ترڅ کې پاکستان کې د امريکې د سفارت خانې وياندې اريانې مينرنګ مشال راډيو ته وويل چې پاکستان ته د توانايې ضرورت دې او امريکه پاکستان سره پدي سلسله کې کمک کوي خو د پاک ايران ګيس پائپ لائن نه علاوه پاکستان په نورو اوږده مودې پروجو کار کولې شي.

،، امريکه پاکستان سره د توانايې په شعبه کې کمک کوي لکه په تربيلا ډيم، منګلا ډيم او داسي نورو کې ورته د بجلي ګهر غوره جوړولو لپاره مرستې ورکوي چې له کبله يې تر ۲۰۱۳م کال پورې نهه سوه ميګاواټه بجلي په قامي ګريډ سټيشن کې شامله شي، چې به د کورني استعمال لپاره پوره وي او له دې علاوه موږ خيال کوو چې پاک ايران ګيس پائپ لائن منصوبې نه علاوه د پاکستان ضرورت پورا کولو لپاره د اوږدې مودې نورې منصوبې هم شته چې يو مثال يې ترکمانستان ، افغانستان، پاکستان ،هند پائپ لائن منصوبه ده،،

د پاک ايران ګيس پائپ لائن منصوبې په اړه د بهرنو چارو کار پوه پروفيسر سرفراز خان وايې چې امريکې به پدې منصوبې اعتراض وي خو پاکستان له د خپل توانايې ضرورت هم پورا کول دي.

،، د امريکې په نظر کې ايران په ايټمي معاملاتو کې ملوث دې نو امريکه نه غواړې چې ايران سره نور ملکونه تجارت وکړې. د پاکستان مجبوري دا ده چې ارو مرو توانايې پکاره ده او د ټولو نه نزدې لاره چې کومه ده نو هغه ايران ده او د ايران نه توانايې اخيستل دې . ظاهره ده امريکه به پدې نوي خوشاله او نور ملکونه که نه وي خوشاله نو چې کله د يو ملک ضرورت وي نو هغه خو به يې اخلې ،،

د ذکر وړ خبره ده چې مطبوعاتو سره په خبرو کې د بهرنو چارو وزيرې حنا رباني کهر د پاکستان ايران ګيس پائپ لائن منصوبې اهميت او د دې منصوبې سر ته رسولو زکر کړې دې.

XS
SM
MD
LG