د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو ته که ځیر شو



په بزنس سټینډرډ مجله کې ليکوال اجي شکله په خپله يوه مقاله کی ليکې چې د افغان طالبانو لخوا د نوې لچکداره روې پر شا څه عملونه دي، آيا دا د دغه افغان سخت دريځې ډلې او د هغوی د پاکستاني ملاتړو لخوا په افغانستان کی د ۲۰۱۴م کال نه پس په واک کې د شرکت په اړه سلا کېدل څه نوې ستراتیجیکې تګلاره خو نه ده، آيا دغه اسلام پاله ډله واقعي په انتخاباتي سياست کی د برخې اخستو لپاره سلا شوې ده، او ولې دغه ډله پيريس ته د خبرو اترو لپاره تللې وه،

ليکوال ليکي، دا هغه ډله ده چې امريکا ته به يې ويل ، که تاسو سره ګړۍ ده نو وخت زموږ په واک کې دی.

نو اوس هغه څه دي چې د طالبانو استازي شهاب الدين دلاور او محمد نعيم یې د سر دښمنانو شمالي اتحاد ، او د افغان قامي پوځ د استازو سره په ناسته مجبوره کړل، آيا دوی په ريښتيا د خپلو مخاليفينو سره په ګډه کار کولو ته سلا شوې ده، او دوی به واقعي افغان نجونو ته سکولونو ته تللو اجازه ورکړي ، او که نا د ټولي خبري د طالبانو لخوا نوي تېکتيکونه دي. چې څنګه ددغه هيواد نه د ۲۰۱۴م کال پوري د امريکايي پوځونو د ستنيدو لړۍ ګړندۍ او اسانه کړي.

ليکوال اجي شکله ليکی چی نوې ډلې په دې اړه ډیر په احتياط خپل دريځ څرګند کړی دی خو بیا هم د طالبانو لخوا دومره معقوليت ته د پاکستان لخوا د يوې بلې پلمي په نظر ګوري.اوس په افغانستان کی پاکستان غواړی چی په يو بل شکل کی نفوذ ولري، ځکه چې په دغه هيواد کی د اسلام آباد زړه تګلاره له ناکامي سره مخ شوی ده، بلخوا د ډیورنډ د کرښي افغان خوا ته د پاکستاني پوځ بمباري هم ډيره غصه راپارولي ده، نو ځکه ناراضه افغان ولس مشر حامد کرزي د اسلام آباد لخوا روانې بدماشۍ یا غنډه ګردي دومره مجبوره کړو چې له امريکا سره يې د امنيت د لوظنامي په اړه دوه اړخيزه مذاکراتو ته وهڅولو . ددغه لوظنامې له مخه د ۲۰۱۴م کال نه پس به هم په دغه هيواد کې د روزنې، همکارۍ او مشورو لپاره امريکايي پوځونه موجود وي.

ليکوا ل ليکي، دا نه ده چې د پاکستان ټولي ګتې د طالبانو د کوټي شورا پورې محدوده دي بلکې له دې علاوه د ای ایس ای نورې باوري ډلې هم شته لکه د بيلګې په توګه حقانی ډله ، چې د افغانستان شرقي ولایتونو لکه له خوست نه واخلې تر پکتيا او پکتيکا پورې نفوذ لري، او د پاکستاني پوځ پخواني ملګري د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هم شته ، چې اوس به هم د راولپنډی لپاره بيا په کار کولو ښه په خوشالۍ تيار شي.

خو کېدای شي چې پر ځای د دې چې د پاکستان د کورنۍ جګړي په ښکیلو ډلو تکیه وکړي پاکستان به غواړی چی اول د ټولو خواؤ تر مینځه اور بند باندي ټينګار وکړي او بیا یې د خپلو ګټو لپاره په جنګ اخته کړي.

XS
SM
MD
LG