د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصریان پر لدنجمن ایین رایي ورکوي


مصریان پر لدنجمن ایین رایي ورکوي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:12 0:00




په مصر کې د بشري حقونو اتو ډلو د اتوار پر ورځ په دغه هېواد کې د اساسي قانون د لومړي پړاو ټولپوښتنې د سردوارې کولو غوښتنه کړې او تور لګوي چې پراخه سرغړونه په کې شوېده.

د ولسمشر محمد مرسي اسلامپالي اتحاديان وايي چې د مصر د اساسي قانون د جنجالي مسودې په اړه د ټولپوښتنې په لومړي پړاو کې اکثریت خلکو چې رايې ورکړې په سلو کې ۵۷ کسانو دا مسوده تایید کړې ده .

په قاهره کې د بشري حقونو د څیړنې انستیتیوت چې له دې اتو ډلو څخه يوه ده، پرون یې په یوه خبري غونډه کې وویل، د ټولپوښتنې د لومړي پړاو د رایو په شمېرلو کې د مدنې ټولنې څارونکو ته د برخې اخیستو اجازه نه ده ورکړل شوې او د مورسي پلویانو رايې شمیرلې دي .

دې ډلې همدارنګه د دیني تبلیغاتو، د رای ورکولو د پروسې د ګډوډۍ او مخکې له وخت څخه د رای ورکولو د ځینو مرکزونو د بندیدو یادونه کړې ده .

د غیررسمې اټکلونو له مخې په دې ټولپوښتنه کې په شرایطو د پوره کسانو په سلو کې دوه دیرشو برخه اخیستې وه. د شنبي يا خالي په ورځ د مصر په لسو ولایتونو کې دا ټولپوښتنه په څو ورځنيو اعتراضونو پسې ترسره شوه .

ټاکل شوې ده چې د دې ټولپوښتنې دویم پړاو د راتلونکې شنبې يا خالي په ورځ ترسره شي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG