د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: شپږ ځانمرګي برید ګر ونیول شول




نجیب الله الوخېل، خوست

دسه شنبې په ورځ ماسپښین مهال دپکتیکا ولایت دسروزې ولسوالۍ په سلطانو کلي کې د ملي پولیسو او ملي امنیت دسرتیرو په ګډو عملیاتو کې شپږ تنه ځانمرګي نیول شوي دي. چارواکي وايي نیول شویو کسانو غوښتل ، چې د پکتیکا په ولایت مقام ،امنیه قوماندانۍ او ملي امینت ریاست یوځای او همهاله بریدونه وکړي .

پکتیکا والي محب الله صمیم مشال راډیو ته وویل :

(( دا کسان دملي پولیسو او ملي امنیت د ځواکونو دعملیاتو په نتیجه کې ژوندي ونیول شول، له دوی سره شپږ ځانمرګي واسکټونه دي، همداراز یو رینجر موټر دی، یو میل راکټ او پنځه میل کلاشینکوفونه ورسره دي، دوی د ملي پولیسو په یونیفورم کې ځانونه جوړ کړي ول او غوښتل يې بریدونه تر سره کړي.))

پکتیکا والي محب الله صمیم دا هم وویل ،چې نیول شوي ممکنه ځانمرګو بریدګرو کې درې تنه د غزني او یو،یو تن دکندهار،ارزګان او میدان وردګو د ولایتونو اوسیدونکي دي.

XS
SM
MD
LG