د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیرس کې دملالې یوسفزۍ په اړه غونډه جوړیږي


ولسمشر زرداري او اصفه بټو د ملالې یوسفزۍ سره د برمنګم په کوین الیزبیت روغتون کې ګوري
ولسمشر زرداري او اصفه بټو د ملالې یوسفزۍ سره د برمنګم په کوین الیزبیت روغتون کې ګوري


منورشا / پراګ

دتعلیم، ساینس اوکولتور لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو په خپله ویب پاڼه کې په یو خپور شوي بیان کې ویلي د دسمبر په لسمه نیټه چې د انساني حقونو نړیواله ورځ لمانځل کیږي، په دغه موقع د یادې ادارې د پیرس په دفتر کې د پاکستان د حکومت او ملګرو ملتونو لخوا دلوړې کچې یوه دستوره کیږي چې مقصد یې د ملالې یوسفزۍ ملاتړ او د جینکو لپاره د تعلیم حق پیاوړی کول دي.


په بیان کې راغلي ملالې په سوات کې دجینکو دحقونو لپاره ډېر په زړورتیا کوشش کولو چې په نتیجه کې یې ورباندې د اکتوبر په میاشت کې وسله والو وژونکی برید وکړ. په پیرس کې ددې دستورې نه وړاندې به پاکستان کې د جینکو د تعلیم د پرمختګ لپاره دسیاسي هلو ځلو د تندولو هڅه کولی شي.

د بیان ترمخه ددغه دستورې پرانیسته به دپاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او د یونیسکو مشره (ارینا بوکوا ) کوي او دتعلیم د پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی ګورډن براؤن به هم دې غونډه کې مهمه وېنا کوي.

ددې ترڅنګه د امریکا د خارجه چارو وزیره هېلري کلنټن، د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون او دیورپي یونین د خارجه چارو مشره کیترین آشتن به هم دې دستورې ته ویډیوي ویناوې کوي.

د یونیسکو په بیان کې وېل شوي چې د پیرس د سکولونو ماشومان به د ملالې لپاره د خوا خوږۍ او ملاتړ نړیوال پیغامونه اوروي. دا ماشومان به د نړۍ د بیلا بیلو هېوادونو سره تعلق لري.

بلخوا ډان ورځپاڼه لیکي صدر آصف علي زرداري د خالي په ورځ د برتانیا په هسپتال کې د ملالې د حال پوښتنه کړې. ورځپاڼه وايي صدر زرداري د خپلې لور آصفه بټو سره یوځای د برمنګم په کویین الزبت هسپتال کې د ملالې د کورنۍ سره هم لیدل کتل کړي دي.

د یادولو ده چې وسله وال برید کې د ژوبل کیدو نه پس ملاله یوسفزۍ دټولې نړۍ د جینکو د حقونو او تعلیم لپاره یو سیمبول ګرځیدلې ده.که له یوې خوا د سعودي عرب او ټولو اسلامي هېوادونو په شمول نړۍ په ملاله د وسله وال برید غندنه کړې نو له بله پلوه، دنړۍ د ګوټ ګوټ نه هغې ته په ملیونونو د همدردۍ پیغامونه لیږل کیږي. ددې ترڅنګه په لکونو خلک دهغې لپاره د نړۍ د ستر انعام نوبل پیس پرایز دورکولو غوښتنه هم کوي.
XS
SM
MD
LG