د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی دې شواهدوړاندې کړي تورونه دې نه لګوي،پاکستان



د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ولسمشر حامد کرزي هغه څرګندونه رد کړې چې ګواکې د ملي امنيت پر عمومي ریيس اسد الله خالد بريد په پاکستان کې ترتیب شوی و.


د بهرنیو چارو وزارت په يوه بیان کې ويلي، غوره به دا وه که تر تور لګولو مخکې افغان دولت د پېښې په اړه اسناد او شواهد له پاکستان سره شريک کړي وای.


افغان ولس مشر حامد کرزي د خالي په ورځ په کابل کې وویل، د افغانستان د ملي امنیت په مشر اسدالله خالد ترسره شوی برید ، دافغانستان نه بهر د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې ترتیب شوی و . کرزي وویل پر خالد برید د طالبانو د وس نه پورته خبره ښکاري او دوی به په دې اړه د پاکستان سره خبرې کوي.

(( د همسایه هیواد پاکستان سره خبرې کوو. او ترې پوښتنه کوو هغه بریدونه چې د کویټې نه ترتیبیږي او پاکستان نه ترتیبیږي، تاسو یې د مخ نیوي لپاره څه کړي دي. او یایې کوئ. پر اسدالله خالد چې اوس کوم برید شوی هغه هم په پاکستان کې ترتیب شوی و.برید کونکی له هغه ځایه راغلی و. ))

اسدالله خالد د تیرې پنج شنبې په ورځ د کابل يه تایمني کې په یوه ځان مرګي حمله کې سخت ژوبل شو، افغان چارواکي وايي اوس یې صحي وضع ښه ده.

تر دې مخکې ، د افغان ولسمشر حامد کرزي يو وياند احسان الله طاهري ویلي وو چې ولسمشر کرزي ، د هیواد د جاسوسي ادارې پر مشرد ځان وژونکي حملې د څرنګوالي په اړه یو پلاوی ټاکلی چې مشري يې د کورنیو چارو وزیر کوي.
XS
SM
MD
LG