د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له هند سره د ویزې موده غځولو منظوري ورکړه



رابعه اکرم مشال راډيو

د پاکستان صدر اصف علي زرداري د پاکستان او هند تر مينځه د تګ را تګ لپاره د ويزې د معاهدې منظوري ورکړې ده د کوم ترلاندې چې به د دواړو ملکونو ولس شپږ مياشتو لپاره د سيلګرۍ ويزا ترلاسه کولای شي.

د ايوان صدر نه جاري شوي خبر پاڼه زياتوي چې په دې معاهده د هند خارجه وزير د ۲۰۱۲ م کال په اتم ستمبر د پاکستان د دورې په موقع لاس ليک کړی وو.

خبر پاڼه وايي، چې پاکستان او هند د ويزې معاهدو مقصد د دواړو ملکونو ولس ته اسانتياوي ورکول دي ، د دې معاهدې لاندې به د سيلګرې ويزا پنځه مخصوصه ځايونو له پاره وي چې معياد به يې شپږ مياشتي وي. له دې علاوه تاجرانو ته به هم کاروباري ويزې ورکول کيږي.

د پاکستان او هند تر مينځه د ويزې معاهدې په اړه پخوانې سفير او بهرنيو چارو کار پوه طيب صديقي وايې چې دا معاهده د دواړو ملکونو تعلقاتو ته وده ورکولې شي.

،، تيرو څو کالو کې د پاکستان او هند تر مينځه تعلقاتو کې تاو تريخوالې پاتي شوي دې او دغه له وجې تجارت ته وده نه ترلاسه کيدا نو دې معاهدي نه به دا وشي چې نه صرف به د ولس اعتماد بحاله شي بلکه په ولسي او حکومتي کچ به د دې ښه اثرات پريوځي. ،،

بلخوا د د پيښور پوهنتون پروفيسر ډاکټر سرفراز خان مشال ريډيو ته وويل چې دا نوې معاهده د تاجرانو لپاره ګټه وره ثابیتېدای شي.

،، په ويزې کې ډيري مسلې مخي ته وي يو خو به دې هر ښار ته جلا جلا ويزا اخيسته او هغي کې به بيا پوليس رپورټ راتلو ، نو چې کوم سړی تاجر وي او هر ښارته بيله ويزا اخلي او بيا سهار اول پوليس ته رپورټ کوي نو بيا به چرته د کاروبار خبري کوي نو زما په خيال داسي کاروبار نه شي کيدای. نو د دې معاهدي له وجې دا ښه وشو چې يو تاجر به د پنځه ښارونو پوري کاروباري ويزې اخيستلای شي ، وخت يې ورته هم سيوا کړی دی نو دا ټولې خبري داسي دي چې هغه کاروباري خلکو لپاره او هغه خلک کوم چې کاروبار ته لاره هواروي نو تګ را تګ به يې اسان شي ،،

د خبر پاڼې په وينا چې ګروپ ټورسټ ويزا يا ډلو لپاره د سيلګرې ويزې سهولت د دواړو ملکونو طالبعلمانو ته به وي خو دا به صرف د سيلګرې ويزا وي نه چې په دې به طالبعلمان د دواړو ملکونو تعليمي ادارو کې داخله ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG