په پاکستان به راروانه پنجشنبه په خپل وار سره د اتو لویو پرمختيايي هیوادونو د سرمشریزې کوربه وي.
د پاکستان وزیراعظم راجا پرویز اشرف په دې باب په ترسره شوې مقدماتي غونډه کې هیله څرګنده کړه، چې د خپل هیواد د صادراتو کچه به لوړوي.
نوموړي نن (دوشنبه) په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل: "پاکستان غواړي له نورو هیوادونو سره تجارت ته وده ورکړي."
ښاغلی اشرف په اسلام اباد کې د څلور ورځني نندارتون د پرانیستنې په غونډه کې وویل؛ چې په هیواد کې یې د نورو ملکونو لپاره د سوداګرۍ امکانات زیات دي:
"له سیمه ییزو شریکانو سره په ګډه، موږ غواړو چې سیمې ته خپل صادرات (برآمدات) له ۱۷ څخه ۲۵ فیصدو ته زیات کړو. همدا راز د پاکستان له خوا د ازاد تجارت (FTA) پر جزیاتو کار کیږي.
په دې ډول، پاکستان هیله لري، چې په (D-8) کې له خپلو شریکانو سره تجارتي اړیکي، چې ډیره اړتیا ورته لیدل کیږي، زیات پراخ کړي."
د اتو پرمختیايي اسلامي هیوادونو سازمان (D-8) بنسټ په ۱۹۹۷ م کال کې د ترکیې له خوا ایښودل شوی دی.
د دې سازمان هدف په نړیوال اقتصاد کې د سازمان د غړو د رول پراختیا، په خپلو کې د سوداګریزو اړیکو د ټینګولو لپاره د تازه لارو موندل، په نړیواله کچه په سترو پریکړو کې د برخې اخیستلو لپاره د لاره هوارول او د ژوند کیفیت لوړل دي.
په دې سازمان کې مصر، ترکیه، انډونیزیا، ایران، مالیزیا، نایجیریا او پاکستان غړیتوب لري.