د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان نهه طالبان خوشې کړي دي




د افغانستان سولې عالي شورا وایي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د پاکستان په سیاسي اراده کې ډېر بدلون راغلی دی.

د دې شورا مشر صلاح الدین رباني د پاکستان تر سفر وروسته د شنبې پر ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان نهه تنه طالب مشران هم له بنده خوشې کړل او دا، د ده په خبره، د سولې پروسې د بریا لپاره مهم اقدام دی.

صلاح الدین رباني البته د دې نهو خوشې شویو طالبانو نومونه دي ښودلي.

رباني وویل، په خوشې شویو کې ملا عبدالغني برادر نه دی شامل.

خبري غونډې ته د سولې عالي شورا مشر هیله وښوده چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت له پاره به د پاکستان ملاتړ دوام ومومي.

ده وویل، پاکستان په افغانستان کې د سولې د راوستو له پاره د یوې اعلامیې په وسیله د سولې عالي شورا نظر او کړنلارې ملاتړ کړی دی.

د سولې د عالي شورا چارواکي ټینګار کوي چې د پاکستان او د سولې د عالي شورا د پلاوي ترمنځ د خپرې شوې اعلامیې عملي کول ډیر اړین دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG