د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې اییني بحران روان دی


خدای نور ناصر

د پاکستان د سپریم کورټ له خوا د بلوچستان حکومت پر ضد تر يوه عبوري حکم وروسته په ياده صوبه کې اييني بحران لا هم روان دی.

صوبايي حکومت چارواکي وايي:(( تردې پرېکړي وروسته هم څه خاص ستونزه نشته.))


د ۲۰۱۲ز کال د اکتوبر پر ۱۲مه د پاکستان سپریم کورټ په يوه عبوري حکم کې د بلوچستان اوسني حکومت پر ضد په يوې فیصلې کې ویلي وو چې اوسنی حکومت وګړيو ته د بنیادي ضرورتونو په ورکولو، او د امنیت په ټينګښت کې ناکامه شوی، او ځکه له اييني پلوه اوسنۍ کابینه نور حق نه لري، چې حکومت وکړي.

خو د اوسني حکومت نمايندګان وايي:
(( د سپریم کورټ دا فیصله داسې نه ده، لکه څه ډول چې يي رسنۍ او رسنوال وړاندي کوي.))

د بلوچستان يو مشر وکیل بازمحمد کاکړ ددې فیصلې په اړه مشال ته وویل:

((د سپریم کورټ يوه فیصله پرته ده، هغه چې عبوري حکم ورته وايي. د اسمبلۍ سپیکر دا خبره سمه کړې وه، چې د سپریم کورټ تر فیصلې وروسته د اوسني حکومت هیڅ اييني حق نشته. زما په فکر د سپیکر دا خبره بالکل سمه او له ايين سره سمه ده.))

خو د عوامي نیشنل ګوند صوبايي وزیر انجينير زمرک اڅکزي بیا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: ((په بلوچستان کې هیڅ اييني او سیاسي بحران نشته.))
د نوموړي په وینا هغه خبرې چې د دوی د حکومت پر ضد رسنۍ او رسنوال کوي، يوازې او يوازې د سپیکر او ګورنر ترمنځ د نه تماس له امله رامنځته شوې دي:

((داسې کوم بحران خو وو هم نه. سپریم کورټ دا ویلي ول چې په بلوچستان کې د امنیت او تری تم شویو کسانو په اړه هسې کار شوی نه دی. لکه څنګه چې کول په کار ول. او پاتې نوري خبري چې کېدې، هغه زما په فکر يوازې او يوازې د سپيکر او ګورنر ترمنځ د نه تماس له امله وې.))

باز محمد کاکړ
باز محمد کاکړ
خو وکیل باز محمد کاکړ بیا د زمرک اڅکزي د دې خبرې په ځواب کې واي: ((د سپریم کورټ فیصله تر لمر سپینه ده، او په کې د هیڅ تشریح ضرورت نشته.))

دی وايي: (( نه د زمرک دا خبره يوازې جذبات دي. د سپریم کورټ چې فیصله ده، هغه بالکل واضح ده. او سم دم يې دا ویلي، چې د صوبايي حکومت له اييني پلوه مکمل ناکامه شوی دی.))

په داسې حال کې چې د سپریم کورټ له لوري به د نومبر پر شلمه بیا د بلوچستان د بدامنۍ په اړه اورېدنه کېږي، مشر وکیل باز محمد کاکړ وايي:

(( کېدای شي، په دې اورېدنه کې د بلوچستان د اوسني حکومت پر ضد د سپریم کورټ د مشر قاضي له خوا تردې هم سخته پرېکړه وشي.))
XS
SM
MD
LG