د لاسرسي ځای

تازه خبر

"صدر، ګورنران او وزيران سياست نه شي کولای"





د پاکستان اليکشن کميشن چيف کميشنرجسټس ريټايرډ فخروالدين جي ابراهيم وايي، اليکشن کميشن د راتلونکيو لپاره جوړ کړې شوى ضابطه اخلاق کې په لومړې ځل صدر او ګورنران د دې خبرې پابند کړي دي چې هغوی دې خپلو سرکاري دورو کې د يوې سياسي ډلې يا اميدار مرسته نۀ کوي اؤ که چا هم دا ونه منل نو د هغوی پر ضد به قانوني کاروايي کيږي او نا اهله هم ګرځيدای شي.

چيف کميشنر زياته کړه چې اليکشن کميشن له صدر او ګورنرانو سربيره د اسمبليو سپيکران، ډپټي سپيکران د سينټ چيرمين او ډپټي چيرمين ،وزير اعظم ، وفاقي او صوبايي وزيران او سرکاري عهديداران د دې خبرې پابند کړي دي چې هغوی دې له سرکاري دورو انتخابي کمپاين نۀ جوړوي.

او دا چې دا ضابطه اخلاق به د نګران حکومت لپاره هم وي.

د دې ضابطه اخلاقو په اړه د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر فيصل کريم کنډي له مشال راډيو سره د خبرو په وخت وويل چې د دوی حکومت د اليکشن کميشن فيصله په سر سترګو مني او که په تيرو وختونو نظر تير کړو نو دې روستيو کې په ملتان کې هم ضمني انتخاب شوي وو خو يو وزير يا بل څوک نۀ دى ورغلی او نۀ به راتلونکيو کې داسې وشي.

ده زياته کړه چي دوی تل د سپريم کورټ او د اليکشن فيصلې منلي دي او په راتلونکې کې به يي هم مني.

د پاکستان مسلم ليګ ن سترسکتر اقبال ظفر جهګړا وويل چې دا د اليکشن کميشن د ستاينه وړ پريکړه ده او د دوی ګوند هم دا غوښتل چې د ولس دولت دا وزيران په خپلو سياسي ګټو خرچ نۀ کړي او موږ غواړو چې ملک کې پاکې او رڼې ټولټاکنې وکړل شي نو له دې فيصلې سره به دا وشي چې په پاکستان کې ښې ټولټاکنې وشي.

د عوامي نيشنل ګوند د قامي اسمبلۍ غړې بشرا ګوهر بيا وايي چې دا خو ډيره ښه پريکړه ده خو که وکتل شي نو سياستدان خو پيدا سياست له دي هغه په هرځای او په هر حال کې سياست کوي.
خو ضرورت د دې خبرې دی چې په پاکستان کې داسې ادارې دي لکه د بيلګې په توګه سپريم کورټ او پوځ نو دې ادارو کې هم سياست ورننوتی دى او تر څو چې دا ادارې له سياسته بيلې نه کړل شي نو جمهوريت ته وده نۀ ترلاسه کيږي.

دې زياته کړه چې په يو حساب دا فيصله په دې ښه ده چې اوس به وزيران يا بل کوم سرکاري عهديدار ولسي پيسې په خپلو مقاصدو نه خرابوي.

د ذکر وړ ده چې اليکشن کميشن ټولو سياسي ګوندونو اؤ اميدوارانو ته د ضابطه اخلاق مسوده ليږلې ده او د دوو اوونو وخت يې ورکړی دی چې په دې باندې خپله رايه او تجويزونه جمع کړي.

د اليکشن کمشنر په وينا که چرې په دې ورکړې شوى وخت کې خپله رايه يا تجويزونه اندارج نکړله نو دا به وګڼل شي چې دوي په دې مسوده رضا دي.

سراج ظهير – مشال راډيو- اسلام آباد

XS
SM
MD
LG