د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې ګرمې مشاعرې جوړیږي،ډیر شاعران پکې ګډون کوي


په افغانستان کې په بیلا بیلو ښارونو کې لویې مشاعرې جوړیږي.
په افغانستان کې په بیلا بیلو ښارونو کې لویې مشاعرې جوړیږي.


نجیب الله الوخیل :
ــــــــــــــــــــــــــــــــ


دځوانو شاعرانو اونیزه مشاعره هغه اغیزمن کولتوري فعالیت دی ،چې له تیرو شپږنیمو کلونو راپدیخوا دخوست روزنیز او فرهنګي مرکز له خوا له ځنډ او دمې پرته هره اونۍ ترسره کیږي او پکې ددې ولایت ګڼ شاعران او دادب او فرهنګ مینه وال برخه اخلي.

دځوانو شاعرانو اونیزه مشاعره دپښتو ادب او ثقافت لپاره په روانو هڅو کې یو داسې بهیر دی ،چې په منظم او سیستماتیک ډول ترسره کیږي او له همدې کبله يې پدې سیمه کې اغیز جوت دی.

دځوانو شاعرانو په مشاعره کې شاعران او دشعر مینه وال خپل او یوشمیر هم دنورو شاعرانو انتخابي غزلې ،نظمونه ،شعرونه اوبیتونه وايي ،ځنې پکې ترنم کوي او میلمانه فرهنګي شخصیتونه په خپلوشفاهي ویناوو او مقالو کې دشعر او ادب په بیلابیلو خواوو ځوانانو ته معلومات ورکوي.

دځوانو شاعرانو داونیزې مشاعرې بنسټګر زاهدشاه انګار وايي ،چې له دې مشاعرې څخه نږدې شپږنیم کاله پوره شوي او بې له دمې يې 349 مشاعرې او ادبي ناستې ترسره کړي دي.

نوموړی زیاتوي ،چې یاد کولتوري فعالیت دمشاعرو دپاتې کیدو دود مات کړ او دافغان ادبي بهیرله فعالیتونو وروسته په هیوادنۍ کچه یوازینۍ مشاعره ده ،چې فعالیت يې منظمه بڼه لري.

محمدرحیم سکندر ،چې له پیله دځوانو شاعرانو په اونیزه مشاعره کې برخه اخلي ،دیاد کلتوري فعالیت اغیزمنتوب او لاسته راوړنې د پام وړ بولي .

دکتونکو له انده هره ټولنیزه او فرهنګي هڅه هغه مهال اغیزمنه او ګټوره تمامیږي،چې ترسره کیدل يې لنډمهاله او فوري نه وي ،بلکې تر هغې دوام پیداکړي ،چې دسیمه والو دکولتور یوه برخه جوړه شي.
XS
SM
MD
LG