د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د کوټېوال پر هوټل ډزې ۵ تنه ووژل شول


کراچۍ په بیا بیا د هدفي بریدونو ښکار کېږي
کراچۍ په بیا بیا د هدفي بریدونو ښکار کېږي



د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د اخ و ډب په تازه پېښو کې بیګا شپه پنځه کسان وژل شوي دي.

پولیس وایي پېښه هغه وخت مخې ته راغله کله چې نامالومه موټرسایکل سورو په په فیډرل بی ایریا کې په کویټه جبرایل نومې د چایو په هوټل ډزې وکړې ، د ډزو له امله د هوټل مالک جبرایل، د هغه وړوکې ورور خدایې نور،د هوټل مزدور امین او دغلته ناست دوه نور کسان وژل شوي دي.

په یاد ښار کې د تاو تریخوالي تازه پېښې په یو داسې مهال مخې ته راغلي چې په سپریم کورټ کې د کراچۍ د بدامنۍ په اړه د کیس اوریدنه روانه ده.

په کراچۍ ښار کې له اوږدې مودې راهسې دهدفي وژنو او اخ ډب پېښې دوام لري چې زیاتره یې سیاسي ، ژبنۍ او فرقه ایزې بڼې لري.

XS
SM
MD
LG