د لاسرسي ځای

تازه خبر

هزاره ګان وطن پرېږدي



امريکايي خبري اژانس ايسوشیيېټډ پریس له افغانستانه او د پاکستان له کوټي ښاره د پناه لپاره په پټو لارو د تلونکو هزارګانو په اړه يو ځانګړی رپورټ جوړ کړی دی.

اژانس وايې، په کوټه کې د هزارګانو د وژنو د رواني لړۍ له وجې یو شمير هزارګان له هيواده وځي.

د وژنو ذمه واري سني اورپکه ډله لشکر جهنګوي په غاړه اخلي.

د رپورټ په وينا، په کوټه کې ايجنټان د خوندي ژوند د برابرولو په وعده په پټو لارو هزارګان له هيواده ايستلو ته هڅوي.

دوی دغه خلک د پاکستان د کراچی يا لاهور له ښاره تايې لينډ يا ملائشيا ته رسوي، بيا يې پرمخ د انډونيشياء د جاوا جنوبي ټاپو ( جزيرې) ته وړي او له هغه ځايه يې آسټريليا ته رسوي.

د تيرکال په دسمبر کې چې کله آسټريليا ته روانه کشتۍ ډوبه شوه نو په هغو کې ډير شمير هزارګان وو.

په جکارته کې د پاکستان سفارت له ژوندیو پاته شوو سره چې کومي مرکې کړې په هغو کې د ايسوشیيېټډ پریس په وينا ويل شوي ، په پاکستان کې د انساني قاچاقبرانو يا ايجنټانو لوی نيټورک کار کوي.

دا شان د ملائشياء چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط اژانس ته ويلي ، زياتره سمګلران پاکستانيان دي خو دوی د وړلو راوړلو او او ټرانسپورټ برابرولو د مرستو لپاره ملائشيين هم بهرتي کوي.

اژانس وايي، ورته مسئله په افغانستان کې هم ده . کابل میشت د سټراټيجک مطالعاتو مرکز مشر وجيح الله وايي، څنګه څنګه چې دوه زره څوارلسم کال رانږدې کيږي هزارګان ويره لري چې له بهرنيو ځواکونه د وتلو وروسته به ګواکې تاريخ بيا تکرار شي.

د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې هزارګان وژل شوي وو.

خو هلته د ملایشییاء چارواکي وايي، دوی اوس د انساني سمګلنګ د مخنیوي لپاره سخت ګامونه اخستي، قانون يې سخت کړي دی، پر بندر يې ګشت زيات کړی او د پاکستان او افغانستان له حکومت سره يې په دې اړه همکاري هم پراخه کړي ده.

د آسټريليا حکومت هم د انساني سمګلنګ د مخنیوي لپاره قانوني او نور ګامونه اخستل پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG