د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اورکزو کې ډرون برید ۱۷ وسله وال وژلي ګڼ ژوبل



د پاکستان په اورکزو قبایلي سیمه کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په تازه برید کې د یو شمېر بهرنیانو په ګډون د ۱۷ تنو سخت دریزو وسله والو د وژل کیدا او د ۱۲ نورو د ژوبلېدو ادعا کیږي.

د ځايي سرکاري چارواکو د معلوماتو له مخې دا برید د پنجشنبې په مازیګر د اورکزو په بلند خیل سیمه کې د شاکرالله په نامه د طالبانو د یوه ځايي مشر پر مرکز وشو.

له سیمې نه یوه سرکاري چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې خپورشي مشال راډيو وویل، چې دغو الوتکو په بلند خیلو سیمه کې د طالب قوماندان شاکر الله پر هغه مرکز چې د خلیفه مرکز په نوم هم یادیده څلور توغندي وتوغول او د ودانۍ ډيری برخه يې ویجاړه کړه.

دغه سرکاري چارواکي په دې حمله کې د اتلسو وسله والو د وژل کیدا او دولسو نورو د ټپي کیدا خبر ورکړ، خو پخپله د شاکرالله د برخلیک په باب يې بې خبري وښوده.

شاکرالله په اورکزو اجنسي کې یوله ځواکمنو طالب قوماندانانو ګڼل کیږي او ویل کیږي، چې له حافظ ګلبهادر او حقاني شبکې سره نژدې اړيکې لري.

د پاکستان سرکاري چارواکو رسما د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په باب څه نه وايي، خو یوې باخبره سرچینې مشال راډيو ته وویل، چې په وژل شویو کې ډيری يې افغانان دي او ګومان کیږي چې د حقاني شبکې وسله وال وي.

د خبرځای د معلوماتو له مخې قوماندان شاکرالله له حقاني شبکې سره نژدې اړیکې او راشه درشه لري.

دغه سرچینه زیاتوي، چې په قبائلي سیمو کې دیره عرب، د منځنۍ آسیا او نورو هیوادونو وسله وال چې د القاعده شبکې په چوکاټ کې فعالیت کوي، له وزیرستانونو پرته په نورو سیمو کې اوسیدو ته زړه نه ښه کوي او ددې خبرې امکان لږ لیدل کیږي چې ګنې په دې ډله کې دې دغه خلک هم شامل وي.

له خیبر او کرمې سره نښتې او وزیرستان ته په لنډ واټن کې پرته اورکزي اجنسي یوه له هغو قبائلي سیمو ده، چې ویل کیږي وسله وال مخالفین پکې پناه ځایونه لري.

د پاکستان پر قبائلي سیمو د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو له پيل راهیسې دا دویم ځل دی چې پر دغې سیمې حمله کیږي.

له دې وړاندې پر ۲۰۰۹ میلادي کال دغو الوتکو پر اورکزو حمله کړې وه چې ګڼ شمیر سخت دریزي وسله وال پکې وژل شوي وو.

په تیرو دوو ورځو کې دا دویم ځل دی، چې بې پيلوټه الوتکې د پاکستان پر قبائلي سیمو برید کوي، له دې وړاندې د چهارشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په هرمز سیمه کې د وسله والو پر یوه مرکز برید شوی و، چې د وروستیو راپورونو له مخې پنځه تنه بهرني وسله وال پکې وژل شوي.

په دې وروستیو کې د پاکستان پر قبائلي سیمو د بې پيلوټه الوتکو بریدونه یوارې بیا زیات شوي.

وروستي دوه بریدونه په داسې حال کې شوي، چې دسولې پر جایزه ګټونکې څوارلس کلنې ملالې یوسفزۍ باندې تر وسله وال برید وروسته نړیوالو رسنیو پر پاکستان سخت انتقادونه کړي او دا هیواد يې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ناکام بللی.

مجیب الرحمان انګار

XS
SM
MD
LG