د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ملالې یوسفزۍ د برید پر ضد د پي ایس ایف لاریون


په کوټه کې د پښتون سټوډنټس فیډریشن له خوا پر ملاله یوسفزۍ د برید بر ضد لاریون
په کوټه کې د پښتون سټوډنټس فیډریشن له خوا پر ملاله یوسفزۍ د برید بر ضد لاریون



خدا نور ناصر مشال راډيو

په کوټه کې د پښتون سټوډنټس فیډریشن له خوا پر ملاله یوسفزۍ د برید غندنه شوې، او هم يې پر نوموړې د برید پر ضد لاریون کړی دی. لاریون کوونکو غوښتنه کوله چې نور دې وسله وال ماشومان، میرمنې او بې ګناه کسان نه وژني.

نو هلته د پښتون سټوډنټس فیډریشن تر سیوري لاندي نن یعني د چارشنبې په ورځ لاریون وشو. په لاریون کې ګڼو لوستونکو ګډون درلود. او د ملالې کار، ژوند او کارنامو ته يې سلام وایه. لاریون کوونکو د وسله والو پر ضد هم شعارونه ورکړل، او پر ملاله یوسفزۍ بریديې په ټولو پښتنو بچیانو برید وباله. د پي ایس ایف مشر زبیرشاه مشال راډيو ته وویل

؛ په ملاله یوسفزۍ د برید مطلب يې دا دی، چې پښتانه باید له تعلیم سره لرې وساتل شي. د ملالې هیڅ ګناه نه وه. د هغې ګناه دا وه، چې په پښتنو کې دتعلیم وضع ښه شي. وسله وال دا غواړي چې په پښتنو کې هیڅ يو امن پسنده، او تعلیم پسنده کسان پاتې نشي؛

د پي ایس ایف تر سیوري لاندي په دې لاریون کې يوه بل ګډونوال نورالدین ترین مشال راډيو ته وویل؛ د وسله والو له لوري پر ملالې دا برید ددې عکاسي کوي، چې وسله وال نه غواړي، پښتانه عصري زده کړې وکړي، او د قام لپاره کار وکړي. نورالدین ترین زیاته کړه.

؛ نن په دې غم کې موږ ټول د ملالې له کورنۍ سره یو. ددې وسله والو مطلب دا دی، چې پښتانه بې تعلیمه پاتې شي. او بیرته هغې زمانې ته لاړشي، چې په کې هیڅ هم نه وو؛

په دې لاریون کې د کوټې د بېل بېل پوهنتونو لوستونکو ګډون درلود. په دې لاریون کې يوه بل لوستونکي په خپلو خبرو کې وویل؛ دوي د ننګیالۍ ملالې د برید غندنه کوي، او د همدې پر امنه احتجاج له لاري وسله والو ته دا پیغام ورکوي، چې دوي په خپل وطن کې تعلیم پر خپلو ساتي.

؛ ملاله یوسفزۍ دا نه ده، چې يواځې يوه پښتنه ده. بلکې دا د ټولو پښتنو لور ده. دا سې غيرتمنې لوڼې به نوري هم پيدا کېږي. او هم به داسې په خپل وطن کې د تعلیم شمعې بلې ساتي؛

د بلوچستان شاوخوا ټولو سیاسي ګوندونو پر ملاله یوسفزۍ د برید کړې، او د پاکستاني طالبانو دا ګام يې په سختو ټکیو کې غندلی.

ملاله یوسفزۍ له خپلو دوو نورو همځولو سره د سې شنبې په ورځ د سوات په مېنګوره کې د وسله والو طالبانو په يوه برید کې ټپي شوې، چې لاهم په روغتون کې ده.

XS
SM
MD
LG