د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: په تاوتریخوالي کې ۷ کسان ووژل شول




په کراچۍ ښار کې د هدفي وژنو او اخ و ډب په تازه پېښو کې ۷ کسان وژل شوي دي ـ پولیس وایي د تاو تریخوالې پېښې د ښار په ناظم اباد، ارام باغ، میټرویل او سخي حسن په سېمو کې مخې ته راغلي دي ـ

د پولیس په خبره، په وژل شویو کسانو کې د شیعه مسلکه ډلې مجلس وحدت المسلمین یو غړی او د سني مسلکه ډلې سني تحریک یو کارکن هم شامل دي ـ

د اخ و ډب د پېښو وروسته د ښار په رضویه، انچولي او یو شمیر نورو سېمو کې ویره خوره او کاروبارونه بند دي ـ
په کراچۍ ښار کې له تېرې اوږدې مودې راهسې د هدفي وژنو او اخ و ډب د پېښو سلسله روانه ده چې زیاتره یې سیاسي،ژبنۍ او فرقه ایزې بڼې لري ـ

XS
SM
MD
LG