د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران کرنسي کښته غورځیدلې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران د کرنسۍ کښته غورځېده د نړیوالو بندیزونو بریالیتوب په ډاګه کوي.

یاد شوي وزارت وویل ، د ایران د لانجمن ایټمي پروګرام د مخنیوي لپاره تیار شوي بندیزونه ورځ په ورځ د ایران پر اقتصاد ژوره اغېزه کوي.

د امریکا له خوا دا بیان له هغه وروسته مخې ته راغلی دی چې د دوشنبې په ورځ په مارکیټ کې د تجارت پر مهال د امریکايي ډالر په مقابله کې د ایراني ریال قېمت لږترلږه اووه فیصده راټیټ شو.
دا په تېر وخت کې د ایراني ریال تر ټولو ټیټه بیه ده چې دوه دېرش اعشاریه دوه پنځه ته را رسېدلی دی.

تجاران او د کرنسیو کاروبار کوونکي وايي ، د ایراني ریال قېمت په تېره اونۍ کې څلرویشت اعشاریه شپږ صفر وو او له هغه راهسې یې د خپل ارزښت څلورمه برخه له لاسه ورکړېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG