د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې خبریالان د ژوند له خطر سره مخامخ دي


خدای نور ناصر

کوټه- د بلوچستان ګڼو خبریالانو د بلوچستان د خبریالانو د اتحاديې تر سیوري لاندي دګل په ورځ د کوټې په بېل بېل سړکونو لاریون کړی.

د خبریالانو غوښتنه وه چې په خضدار کې د وژل شوي خبریال عبدالحق بلوڅ قاتلان دي ونیول شي. او په سیمه کې نور خبریالان دي له داسې پېښو څخه وژغورل شي. خبریالانو د اوسني حکومت، استخباراتي ادارو او وسله والو ډلو پر ضد شعارونه ورکړل، او له حکومت څخه وغوښتل چې رسنۍ او رسنوال دي ازاد پرې ښوول شي. او هغه څه چې حقیقت دي، په ویلو او چاپولو باندي دې پر چا فشار وانه چول شي. له اسلام اباده راغلي يوه خبریال مطیع الله جان چې په دې لاریون کې ګډون درلود، په بلوچستان کې د خبریالانو د ژوند او کار په اړه يې له مشال سره په خبرو کې وویل

((زه چې کله دلته راغلم او څومره چې مي هم له خبریالانو ملګرو یا نورو خلکو سره خبري شوېدي. نو داسې راته ښکاري چې دلته خو خبریالان تر خبریالۍ زیات د خپل ژوند په سوچ کې دي. چې خپل ژوند څه ډول بچ کړي. او یقیناََ دا فرض هم دی، چې خبریال تر هر څه لومړی باید خپل ځان بچ کړي. او خبریال په خبر پسې خبر جوړ نشي. دا هغه اول درس دی، چې موږ ته يې راکړی. لنډه دا چې په دې کې هیڅ شک نشته، چې دلته حالات د خبریالانو لپاره ډېر خراب دي))

له دې سره چې د ډیری نورو وژل شويو خبریالانو په څير د عبدالحق بلوڅ د وژولو مسوولیت هم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی. خو د کوټې یو مشر خبریال کبیر شاکر وايي، په دې صوبه کې ډېری وسله والې ډلې په رسنیو کې د خپلې خوښې خبرونه غواړي، چې دده په وینا رسنۍ او رسنوال داسې کولای نشي.

(( دلته ډېری وسله والې ډلې خبریالانو ته پر ټيلي فون د خبر ورکولو پر وخت په دې اصرار کوي، چې دا خبره باید داسې ورکړې. کله کله خو دا ډلې په خپلو بیانو کې ښکنځل لیکي، او بیا پر رسنیو او رسنوالو فشار اچوي، چې همداسې به يې لیکې))

د خبریالانو دا لاریون چې د کوټې له پریس کلب څخه پېل شو، د بلوچستان د ګورنر او وزیراعلی د کورونو مخې ته پاي ته ورسېد. کله چې دا لاریون د ګورنر د کور مخې ته تله، نو پولیسو يې مخه ونیوله، او د خبریالانو د نه تلو هڅه يې وکړه. خو بیا هم خبریالان په زوره د یادو چارواکو د کورونو مخې ته په تلو کې بریالي شو.

خو تر دې لاریون وروسته د کوټې په سول لاین پولیسو تهاڼه کې د ۲۶ ژورنالیسټانو پر ضد رپوټ درج شو. چې ورسره نه يواځې د بلوچستان بلکې د ټول پاکستان د خبریالانو د اتحاديو له لوري دد کوټې د خبریالانو پرضد د پولیسو د دې ګام غندنه وشوه.



د بلوچستان د خبریالانو اتحاديې BUJ د شپې ناوخته د کوټې په مطبوعاتي کلب کې بیړنۍ غونډه راوغوښته، او د پولیسو ددې رپوټ پر ضد بیا هم د احتجاج کولو اعلان وکړ. تردې بیړنۍ غونډي وروسته دBUJ مشر عیسی ترین مشال راډيو ته وویل((خبره داسې ده چې زموږ په اسلام اباد کې مرکزي اتحاديې هم د پولیسو ددې رپوټ پر ضد د احتجاج اعلان کړی دی. نو موږ همدلته له دوي سره سم نن ورځ احتجاج کوو، او دا احتجاج به مو تر هغه جاري وي، چې تر کله دا ایف ایي ار بیرته اخیستل شوی نه وي))

د یادولو وړ ده چې د بلوچستان په بلوڅ مېشته خضدار سیمه کې د تیر خالې په ورځ د یاد ښار د پریس کلب جنرل سیکرتر عبدالحق بلوڅ نامعلومه وسله والو په ډزو وژلی وو، چې په خضدار کې خاورو ته وسپارل شو.
XS
SM
MD
LG